سپريم کورټ: د ذوالفقار علي بټو په قضيه کې هغه ته د رڼې مقدمې حق نه وو ورکړل شوی ‏

د پاکستان سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د ججانو نهه کسيزه بنچ د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بټو د مرګ د سزا په ‏اړه خپله رایې ورکړې او ويلي يې دي، بټو ته د رڼې مقدمې موقع نه وه ورکړل شوې.‏

د ځايي مطبوعاتو ترمخه، سپريم کورټ نن د شورو- چارشنبې په ورځ د پخواني صدر آصف علي زرداري لخوا په کال ‏‎2011‎م لېږل شوي رېفرنس باندې خپله ‏رایې ورکړې ده.‏

سپريم کورټ ویلي، د پاکستان پخواني وزیراعظم ذوالفقار بټو ته په قضيه کې د رڼې مقدمې په بنيادي حق عمل نه وو شوی، او نه ورته د رڼې مقدمې حق ‏ورکړل شوی وو.‏

نهه کسيزه لوی بنچ په ګډه رایه کې ویلي په دې معامله متفق دي، چې د ذوالفقار علي بټو د قضيې اورېدنه د آيين او قانون ترمخه نه وه، په مشاورتي دایره ‏اختيار کې په دې مقدمه کې د شواهدو بيا جاج نه شي اخستل کېدی.‏

سپريم کورټ په رایه کې ويلي، چې د لاهور هايکورټ اورېدنه او په سپريم کورټ کې د اپيل کارروايي د بنيادي حقونو ترمخه نه وه، خو آيين او قانون داسې ‏کومه لاره نه ورکوي چې د دې قضيې فېصله بيا لاقانونه ورګرځول شي.‏

په رایه کې دا هم ويل شوي، چې په دې قضيه کې د بيا کتنې خواست خارج کړل شوی او حتمي فېصله هم شوې ده.‏

سپريم کورټ ویلي، د تېرو غلطيانو منلو بغېر په سمه لاره مخکې تګ نه شي کېدی، په رایه کې زياته کړل شوې په تاریخ کې ځينې مقدمې داسې شوي او ‏تاثر یې جوړ کړی چې عدالت په ويره کې فېصلې کړې دي.‏

د سپريم کورټ د فېصلې وروسته د پيپلز ګوند مشر او ذوالفقار علي بټو نمسي بلاول بټو ویلي سپريم کورټ په صدارتي رېفرنس کې تاريخي فېصله واوروله.‏

هغه ویلي، تفصيلي فېصلې ته په تمه دي د هغې وروسته به پوره خبره کولی شي. هغه دا هم ويلي عدالت ومنله چې د بټو په قضيه کې رڼه اورېدنه نه ده ‏شوې، ‏‎44‎‏ کاله وروسته تاریخ سميږي.‏

یادونه:- دا رپوټ له وي او اې اردو څخه ژباړل شوی دی.