پاکستان وايي هېڅ یو ملک ته به اجازه نه ورکوي چې ترهګرو ته پناه ورکړي

د اېن اېس سي د غونډې په اړه مطبوعاتو ته جاري کړی شوي سرکاري بیان کې دا نه وېل شوي چې کوم ملک ترهګرو ته پناه یا اسانتیاوې ورکوي

د پاکستان نېشنل سېکیورټي کمېټي یا د قامي سلامتیا کمېټۍ ویلي هېڅ یو ملک ته به اجازت نه ورکوي چې ترهګرو ته پناه او سهولتونه ورکړي او پاکستان د حق خوندي لري چې د خپل ولس تحفظ وکړي.

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې ای پي پي ترمخه، اېن اېس سي د ترهګرۍ په ضد دغه ژمنه د ګل، دوشنبې، په ورځ د غونډې په دویم نشست کې وکړه. د اېن سي بله ناسته د جمعې په ورځ شوي وه. د اېن اېس سي غونډې د وزیراعظم شهبازشریف په مشرۍ کې وشوې.

د رپورټ ترمخه اېن اېس سي په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې په خصوصي توګه د ترهګرۍ ورستیو واقعاتو ته توجه وکړه.

د اېن اېس سي د غونډې په اړه مطبوعاتو ته جاري کړی شوي سرکاري بیان کې دا نه وېل شوي چې کوم ملک ترهګرو ته پناه یا اسانتیاوې ورکوي.

پاکستاني چارواکي د ډیر وخت راهسې دا خبره کوي چې کالعدم مسلح ډله تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په افغانستان کې پټن ځایونه لري.

په دې لړ کې ورستی بیان د پاکستان د داخله چارو وزیر رانا ثناالله ورکړی و او ویلي يې وو چې که افغانستان د تندلارو مرکزونه لمنځه یو نه ړل او مطلوب خلک یې پاکستان ته ونه سپارل نو پاکستان سره دا قانوني صلاحیت شته چې په افغانستان کې دننه د تندلارو مرکزونه پخپله وځپي. د پاکستان داخله وزیر دا خبرې د اېکسپرس نیوز سره په مرکه کې کړي دي.

د رانا ثناالله د بیان په جواب کې د افغانستان واکمنو طالبانو خبرداری وکړو چې "افغانستان لاوارثه ندی" او دوی (طالبان) آماده دي چې د خپل هېواد د علاقایي سلامتي او آزادۍ نه دفاع وکړي.

د طالبانو دفاع وزارت، چې مشري یې د طالبانو د تحریک باني او پخواني مشر ملا محمد عمر وزی ملا یعقوب کوي، د اتوار/یکشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې د رانا ثناالله خبرو ته ردعمل څرګند کړو.

د طالبانو اعلامیي د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر دا خبرې چې ګني افغانستان کې دننه د ټي ټي پي مراکز شته دي او پاکستان په دغو مرکزونو حملې کولی شي "پاروونکې او بې اساسه" بللي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې "د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنوي."

طالبانو دا دعوه هم کړې چې د پاکستاني طالبانو مرکزونه پخپله پاکستان کې دي او په دې اړه ګني شواهد هم موجود دي.

تېره هفته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې پاکستان د افغان چارواکو سره دګډې پولې دښه انتظام، د ډپلوماټانو دامنیت پراخولو اؤ د ترهګرۍ د مخنیوي په ګډون په یو لړ مهمو ستونزو خبرې اترې کوي.