د پاکستان په سینټ کې د پوځ په بیان تود بحث شوی

الیاس خان

د پاکستان په سینټ کې نن د پاکستان د پوځ په هغه بیان تود بحث شوی چې پکې وېل شوي وو د ترهګرۍ پرضد د روانو عملیاتو نه د غوره نتیجو او خه امنیت د پاره حکومتي چاری ښه کول ضروري دي.

پدغه بحث کې د سینټ مشر سینټر رضا رباني زیاته کړی ټولو ادارو له پکار ده چې په خپلو حدونو کې اوسېږي. اود ترهګرۍختمولو لپاره جوړی قامي تګلاری په سر د پارلیمان په ګډه غونډه کې خبری پکار دی. د پیپلز پارټۍ سینټر فرحت الله بابر د پوځ په بیان خپل دریځ کې وېلي که پوځ د حکومت په کارونو پوښتنی کوي نو مونږ هم د پوځ نه پوښتنې کولې شو چې تاسو د ترهګرۍ مخ نیوي لپاره تر دي دمه څه کړي.

د سینټ د ننئ غونډی نور حال د ډیوه ریډیو خبریال الیاس خان پدی رپورټ کې تاسو هم اوریدی شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

senate debate on Army statement