مارچ کې د پاکستان سېنېټ الېکشن په اړه قانون پوهان، اپوزیشن او حکومت څه وايي؟

پاکستان کې د سېنېټ د غړو ټاکنو لپاره د صدر عارف علوي لخوا جاري کړل شوي آرډینېنس او سپریم کورټ ته لېږل شوي رېفرنس باندې دا وخت په هېواد دننه سختې نیوکې روانې دي او مخالفه ډلې تور لګوي د حکومت ددی هڅو مقصد د سېنېټ په انتخاباتو کې د خپلې خوښې نتیجې حاصلول دي.

حکومت غواړي راتلونکو د سېنېټ په ټاکنو کې د اسمبلو غړي د پټو رایو په ځای ښکاره ووټونو واچوي خو اپوزیشن ګوندونه ددې مخالفت کوي.

د پېښور هاشيي کورټ یو قانون پوه علي ګوهر دراني وايي چې د سېنېټ د ټاکنو د پاره د آئین په ارټیکل ۵۹م کې ښکاره لیکلی شوي دي چې د سېنېټ د غړو ټاکنه به د خفیه بېلټ پېپر د لارې ترسره کولی شي.

دی وايي که حکومت دغه طریقه کار بدلول غواړي نو ددې لپاره لازمه ده چې حکومت د پارلیمان د لارې په آئین کې په دریو کې دوه برخې د غړو اکثریت ولري.

خو حکومت ته دغه اکثریت نه په قومي اسمبلۍ او نه بیا په سېنېټ کې تر لاسه دی.

په داسې حال کې چې سپریم کورټ د صدر عارف علوي په آئیني خواست د وفاق او د صوبو د حکومتونو د سرکاري وکیلانو نه هم رایې غوښتې. سپریم کورټ غواړي حکومت ته د رایې ورکولو نه وړاندې قانوني مشاورت تر سره کړي، صدر د فرورۍ په شپږمه د سېنېټ ټاکنو د پاره یو فوري آرډیننس یا عارضي قانون هم جارکړی دی.

د اپوزیشن مشر مولانا فضل رحمان د خپل وکیل په ذریعه د صدر علوي دغه قانوني ګام په سپریم کورټ کې چېلېنج کړی دی.

وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت په سپریم کورټ کې د مولانا فضل رحمان وکیل کامران مرتضا وویل چې دوي سپریم کورټ ته خواست کړی چې د سپریم کورټ د حتمي رایې وړاندې دی صدر ته نوټس ورکړي چې ولې یې د سېنېټ د ټاکنو د پاره آرډیننس جاري کړی دی باېد د سپریم کورټ رایې ته انتظار شوی وی.

خو حکومت وايي آرډیننس یې د سپریم د ارایې سره مشروط کړی دی.

کامران مرتضا وايي چې که سپریم د آرډیننس د لارې د سېنېټ ټاکنې غبر آيني وګرځولی نو حکومت پابند دی چې بیا په آئین کې د ورکړی شوي طریقه کار مطابق یعنې د خفیه بېلټ د لارې الېکشن وکړي.

د یادونې وړده چې د مارچ په میاشت کې د سېنېټ په نیمو چاوکو بیا ټاکنې کېدونکي دي. واکمن ګوند تحریک انصاف او د پاکستان اپوزیشن ګوندونه هڅې کوي چې په دغه ټاکنو کې زیاتې چاوکۍ وګټي.

دا وخت په سېنېټ کې د اپوزیشن ګوندونو غړي زیات دي خو د کال ۲۰۱۸ د سېنېټ چېرمېن او ډپټي لپاره د ټاکنو په وخت تحریک انصاف او حکومتي اتحادیانو دغه ټاکنې ګټلی وې.

خو مخالفه ډلو هغه وخت هم تورونه پورې کړي وو چې حکومت د استخباراتي ادارو په مرسته ددوي د غړو وفادارۍ بدلې کړی وې او ددوي حېثیت یې په عددي اعتبار د اکثریت باوجود په اقلیت کې بدل کړی وو.

د مرکزي حکومت د اطلاعاتو وزیر شبلي فراز د پاکستان یو شخصي ټیلي ویژن سره د خبرو په وخت ویلي د ښکاره ووټ د لارې د سېنېټ ټاکنې د تحریک انصاف د انتخابي مهم یوه وعده وه او د موجوده اپوزیشن د مشرانو هم دا یوه زړه غوښتنه ده.

هغه وايي حکومت غواړي د سېنېټ په ټاکنو کې د پېسو د لارې د با اثره خلکو د ګټو او درغلیو مخه ونیولی شي ځکه غواړي د ښکاره ووټونو د لارې د سېنېټ الېکشن وشي.

خو د مسلم لیګ (ن) ډلې مرکزي سیکرټري جنرل احسن اقبال مطبوعاتو سره د خبرو په وخت دعوه کړی ده چې عمران خان په سېنېټ کې خپل ذاتي دوستان کامیابول غواړي او د تحریک انصاف د اسمبلو غړي دا نه مني نو ځکه عمران خان سره ویرې دي چېرته د ګوند غړي یې بل چا ته ووټونه ورنکړي

احسن اقبال وايي چې هم دغه وجه ده چې حکومت غواړي د خفیه په ځای د ښکاره رایو په ذریعه د سېنېټ ټاکنې وشي.