پاکستان د اینده عامو انتخاباتو دپاره د اتمې فېبرورۍ نېټه وټاکله

د نوي پارلېمنټ غوره کولو دپاره د انتخاباتو د نوي نېټې اعلان د پاکستان صدر عارف علوي دفتر په اېکس، پخواني ټوېټر، ټوېټر وکړو

په پاکستان کې نوي عام انتخابات به د اینده کال د فېبرورۍ په اتمه نېټه کولی شي.

د نوي پارلېمنټ غوره کولو دپاره د انتخاباتو د نوي نېټې اعلان د پاکستان صدر عارف علوي دفتر په اېکس، پخواني ټوېټر، ټوېټر وکړو.

د دې نه وړاندې د پاکستان مشر سرکاري وکیل یا ټارني جنرل سپریم کورټ ته ویلي وو چې الېکشن کمېشن په 11 فېبرورۍ د انتخاباتو اراده لري.

د وي او ای د اردو څانګې خبریال عاصم علي رانا ترمخه، چیف الېکشن کمېشنر سکندر سلطان د سپریم کورټ په امر صدر علوي سره ملاقات کې د انتخاباتو په اړه خبرې وکړې.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه دواړو چارواکو انتخاباتو دپاره د شویو انتظاماتو جاج واخیستلو او په دې متفق شول چې اینده انتخابات به د کال 2024 د فېبرورۍ په اتمه نېټه کولی شی.