وزيراعظم نواز شريف سره دجنرال کياني ليدنه

بلخوا سرچينې وائي دپاکستان په قبائيلي سيمو کې په کوم نامعلوم مقام دشورو په ورځ دپاکستاني طالبانو دتحريک دمرکزي شورا يوه غونډه روانه ده چې پکې به ال پارټيز کانفرنس کې طالبانو سره دخبرو اترو کولو دوړانديز ځواب وئيلى شي. له دې وړاندې پاکستاني طالبانو اى پي سي کې دخبرو اترو دغيرمشروط وړانديز هرکلى کړى ؤ اؤ دا يو مثبت گام گرځولى ؤ

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دشورو په ورځ اسلام اباد کې ددغه هيواد دوزيراعظم ميا محمد نواز شريف سره ليدنه کړې ده اؤ ورسره يې په بيلا بيلو چارو خبرې اترې کړي.
دسرچينو ترمخه دوزيراعظم اؤ پوځ دسرلښکر ترمينځ دشوې دغه مهمې غونډې په مهال تيره ورځ اسلام اباد کې دترسره شوې ټول گونديز کانفرنس په قراردادونو دعمل درامد اؤ دهيواد په مجموعي امنيتي صورتحال غور شوى دى.
اسلام اباد کې دترسره شوي ټول گونديز کانفرنس په اخره کې جاري شوې اعلاميه کې وئيل شوي وؤ چې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره به دمذاکراتو لاره خپلولى شي.
دوزيراعظم ميا نواز شريف په مشرۍ ترسره شوې دغه غونډه کې دهيواد دسياسي قيادت ترڅنگ پوځي قيادت هم گډون کړى ؤ اؤ هيواد ته دپيښو کورنو اؤ بهرنو خطرو په اړه دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني اؤ دائي ايس ائي ډائريکټر جنرل دغونډې برخه والو ته حال احوال تير کړى ؤ.
دسرچينو وينا ده جنرال اشفاق پرويز کياني هم اى پي سي تندروه ډلو سره دخبرو اترو ملاتړ کړى ؤ.
بلخوا سرچينې وائي دپاکستان په قبائيلي سيمو کې په کوم نامعلوم مقام دشورو په ورځ دپاکستاني طالبانو دتحريک دمرکزي شورا يوه غونډه روانه ده چې پکې به ال پارټيز کانفرنس کې طالبانو سره دخبرو اترو کولو دوړانديز ځواب وئيلى شي.
له دې وړاندې پاکستاني طالبانو اى پي سي کې دخبرو اترو دغيرمشروط وړانديز هرکلى کړى ؤ اؤ دا يو مثبت گام گرځولى ؤ.