شیخ رشید: که اعلان وشو نو جهاد ته به ځم

شیخ رشید، وزیراعظم عمران خان او د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د ریلوی وزیر شیخ رشید ویلي که چېرې د گاونډ جومات امام یې د جهاد د فرض کېدو اعلان وکړو نو د جهاد په لاره به روانیږي.

شیخ رشید وویل "زه فخر کوم زه په جهاد یقین لرم، که د گاونډ د جومات امام... د مازدیگر د لمونځ په وخت ماته اعلان وکړي چې جهاد فرض شوی دی (نو) زه به (په) جهاد وځم."

شیخ رشید جهاد سره د خپل تړون اظهار په داسې حال کې کړی دی چې د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر کې په هندي پوځ د یوې حملې وروسته پاکستان په یو شمېر تندروه ډلو چې د جهاد برچار کوي پابندي لگولې ده. بلخوا د پاکستان د حزب اختلاف تر ټولو لوې ډلې پېپلزپارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري د وفاقي کابېنې په ځینو غړو الزام لگولی چې د جهادي ډلو ملاتړ کوي.

شیخ رشید چې په مطبوعاتو د لانجمنو بیانونو او د خپلو خبرو نو په ځینو وختونو کې په شا کېدو دپاره ځانگړي پیژندگلو هم لري وویل هغه د دیني مدرسو کلک ملاتړ کوي او هیڅ چا به د مدرسو خلاف د گامونو اجازت ور نکړي.

دا په داسې حال کې د هندي کشمیر په پلوامه ښار کې د حملې ورسته پاکستان په پاتیخت اسلام اباد او نورو ښارونو کې د جېش محمد او د ځینو نورو ډلو جوماتونه او مدرسې تړلې دي.

تېره میاشت په پلوامه کې د حملې ذمه واري جېش محمد ډلې په غاړه اخیستې وه چې مرکز یې په پاکستان کې موجود گڼل کیږي. د پلوامه په حمله کې د ۴٠ نه زیات هندی عسکر وژل شوې دي.

د پلوامه د حملې وروسته هندوستان په بالاکوټ کې هوايي حمله وکړه چې هندي چارواکو وویل هدف یې د جېش محمد مرکز وو. که څه هم پاکستاني چارواکو د هندوستان دغه خبره رد کړه خو مطبوعاتو وايي خبریالانو ته اجازت نه و چې په سیمه کې ازاده توگه د حملې وروسته د صورتحال کتنه وکړي.

د جهاد په اړه د شیخ رشید خبرې په دې رپورټ کې اوریدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ریل وزیر شیخ رشید وايي چې اعلان وشي نو جهاد ته به وځي