پاکستان کې د پېټرولو او ډيزلو قيمتونه معمولي راکم کړل شوي

له دې وړاندې د پاکستان سرکاري خبري ادارې (رېډيو پاکستان) خبر ورکړی وو، وزيراعظم شهباز شريف لارښوونه کړې، پېټرول دې 15.4 او ډيزل دې 7.9 روپۍ ارزان کړل شي

پاکستان کې د پېټرولو په يو ليټر قيمت کې 4.74 روپۍ او ډيزل 3.86 روپۍ ارزان کړل شوي دي، له دې وړاندې ويل شوي وو وزيراعظم لارښوونه کړې وه چې پېټرول دې 15 او ډيزل دې نزدې اته روپۍ ارزان کړل شي.

د پاکستان د خزانې وزارت د نن (لومړي جون) څخه نوي قيمتونه اعلان کړي دي.

د خزانې ډويژن ويلي، په نړيوال مارکیټ کې د تيلو د قيمتونو کمولو سره پاکستان کې هم د تيلو بيعې راکمې کړل شوي دي.

د تيلو او ګېس د انتظام ادارې نوي قيمتونه جاري کړي دي. د پېټرول او ډيزلو د بيعو راکمولو سره د پټرول يو ليټر په 268.36 روپو او ډيزلو يو ليټر په 270.22 روپو شوی دی.

له دې وړاندې د پاکستان سرکاري خبري ادارې (رېډيو پاکستان) خبر ورکړی وو، وزيراعظم شهباز شريف لارښوونه کړې، پېټرول دې 15.4 او ډيزل دې 7.9 روپۍ ارزان کړل شي.

15 ورځې وړاندې پاکستان کې يو ليټر پېټرول 15.39 روپۍ او ډيزل 7.88 روپۍ ازران کړل شوي وو.

پاکستان کې هر ‏‎15‎‏ ورځې وروسته د تیلو نوي قيمتونه ټاکل کيږي. د مې په لومړۍ نېټه هم پېټرول او ډيزل ارزان کړل شوي خو د اپرېل په نيمايۍ کې یې بيعې سېوا کړل شوې وې.