د پاکستان حکومت د اولس په فکر پابندي لگول غواړي، په انټرنیټ رای د ازادۍ کارکونکي وايي

د پاکستان د مرکزي حکومت تحقیقاتي ادارې ايف ايي ای په سوشل میډیا یا د سماجي رابطو په ویب پاڼو باندې په پوځ د تنقید په الزام شپږ کسان گرفتار کړي وو.

گرفتار شوي کسان په ضمانت ازاد کړی شوي دي خو ورته ویل شوي دي چې تحقیقاتو دپاره ورته بیا د حاضرۍ امر کیدی شي.

هم دې لړ کې ٢١ نورو کسانو ته هم خبرداری ورکړی شوی دی چې پکې د حزب اختلاف پاکستان تحریک انصاف او د واک من پاکستان مسلم لیگ گوند غړي شامل دي.

ايف ايي ای دغه اقدامات په داسې حال کې کړې دي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت خبرداری کړی و چې په سوشل میډیا د هیواد د آئیني ادارو د سپکاوي په سر په اقدامات کولی شي.

په پاکستان کې د انساني حقونو او په انټرنیټ د رای د ازادۍ کارکونکي وايي حکومت په سوشل میډیا د خپلو په فکر بندیزونه لگول غواړي.

نور تفصیل اسلام آباد نه د وي او ای ډیوه خبریال اورنگزیب خان رپورټ کې اوریدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ایف ايي ای په سوشل میډیا د فعالینو خلاف اقدامات