د جنوبي وزیرستان تاجرانو د زڼغوزو په وړلو د پابندۍ خلاف احتجاج کړی

زڼغوزی یا چلغوزی د شمالي او جنوبي وزیرستانونو منفرد فصل دی. په دې تصویر کې د شمالي وزیرستان د شوال سېمې د زڼغوزې ځنگل لیدل کیږي

د جنوبي وزیرستان په مرکزي ښار واڼه کې تاجرانو او د سیاسي گوندونو کارکونکو سیمې نه د وچې میوې زڼغوزي یا د چلغوزي د پاکستانو نورو برخو ته په وړلو د حکومتي انتظاميي د پابندۍ خلاف احتجاج کړی دی.

په واڼه کې د گل، دوشنبې، په ورځ شوي مظاهره کې احتجاج کونکو لارې تړلي وې او غوښتنه یې کوله چې حکومت دې په زڼغوزي لگیدلي پابندي لرې کړي.

چڼغوزی د جنوبي او شمالي وزیرستان دواړو سیمو انتهايي نایاب فصل دی چې کردونده گر ترې هرکال د اطمیان وړ مالي گټه پورته کوي.

د جنوبي وزیرستان د سږ کال د زڼغوزي فصل تیار دی او تاجران یې د پاکستان د نورو برخو او د ملک نه بهر وړولو ته تیار دي.

ویل کیږي چې په واڼه یا وانه کې په زڼغوزي د تاجرانو ټرکونه بار شوي دي خو سیمې نه ددې په بهر انتقال د پابندۍ په وجه لا ولاړ دي.

تاجران وايي حکومت پرې قدغن لگولی چې وړمبی به فصل په سیمه کې د حکومت جوړ کړي شوي د "ایگري زون" په نوم مرکز ته وړي او ددې ورسته به ورته د وچې میوې بهر ته د وړلو اجازت ورکړی کیږي.

Your browser doesn’t support HTML5

په واڼه کې د احتجاج په اړه د عدنان بیټني رپورټ


تاجران وايي په دي اضافي پیسې مصرف کیږي او په ایگري زون کې د فصل د محفظو ساتلو انتظام هم نشته چې له کبله یې فصل خرابیدی او په وزن کې یې کمی کیدی شي او کرودنده گر د مالي نقصان سره مخامخ کیدی شي.

حکومتي چارواکو په دې اړه په سمدستي ډول د څه ویلو نه ډډه کړي ده.

د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بیټني په واڼه کې د ځینې احتجاج کونکو سیاسي کارکونکو سره خبرې اترې کړي دي دلته یې اوریدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

وانه په چڼغوزي د پابندۍ خلاف احتجاج