طالبانو په حمله کې د ای این پې غړی وژل شوی

د فیس بک په پاڼه د میا مشتاق تصویر

د عوامي نیشنل پارټۍ یو مشر غړی او د هغه سره په موټر کې روان دوه نور کسان پیښور سره نزدې د طالبانو په حمله کې وژل شوي دي.
پولیس ویلې میا مشتاق بډه بیره کې خپل موټر کې روان وو چې څلور حمله کونکو پې ناتاره ډزې وکړې او بیا وتښیدل.
د ډزو په نتیجه کې میا مشتاق او دوه نور کسان ووژل شو. میا مشتاق د ای این پې اهم او فعاله غړی وو او د پارټۍ د پیښور ضلعي صدر هم پاتې شوی وو.
مطبوعاتو ته په ټیلې فون د طالبانو یو ترجمان شاهدالله شاهد د حملې ذمه واري په غاړه اخېستې ده.
طالبانو د ای این پې گڼ شمیر غړي په نخښه کړې دي. تجزیه کار وايي وسله وال ای این پې د سیکولر نظریاتو او د وسله والو خلاف د کره دریز په وجه په هدف کوي.‍