گورنر شوکت الله: طالبانو سره مذاکرات به د ډز بندۍ بغیر گران وي

د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره خصوصي مرکه کې گورنر انجینیر شوکت الله خان وویل د سیمې د جرگې او د خبرو اترو د روایاتو سره سم طالبان باید ډز بندي وکړی نو بیا ورسره مذاکرات کیدی شي. هغه وویل د که ډز بندي نه وي شوي نو خبرې اترې به گرانې وي

د خیبر پښتونخوا گورنر شوکت الله ویلي تر څو طالبانو ډز بندۍ ته غاړه نه وي ایښودې دوې سره د امن مذاکرات به گران شي.
د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره خصوصي مرکه کې گورنر انجینیر شوکت الله خان وویل د سیمې د جرگې او د خبرو اترو د روایاتو سره سم طالبان باید ډز بندي وکړی نو بیا ورسره مذاکرات کیدی شي. هغه وویل د که ډز بندي نه وي شوي نو خبرې اترې به گرانې وي.
گورنر دغه وینا په داسې مهال کړې چې راولپنډۍ کې د پوځ مرکز جي ایچ کیو سره نزدې ځانمرگي برید کې ١٣ وژل شوې. چارواکې وايي وژل شوو کسانو کې شپږ پوځیان وو.
یوه ورځ وړاندې بنو کې د عسکرو په قاقله کې د بم خلاصیدو په نتیجه کې ٢٥ کسان وژل شوي او پوځ ویلې وژل شوو کسانو کې د ٢٠ نه زیات عسکر وو.
طالبانو د دواړو حملو ذمه واري په غاړه اخېسې ده.
او هم د گل په ورځ وزیراعظم نواز شریف اسلام آباد کې د کابېنې په غونډه کې د قامي امنیت په تگ لاره خبرې اترې کړې دې. هغه وویل هیواد دا وخت د غیر معمولي حالاتو سره مخ دی او ددې د مخنیوي د پاره به غیر معمولي اقدامات اخېستل پکار وي.
که څه هم خپله وزیراعظم نواز شریف او نور حکومتي چارواکې وخت په طالبانو سره د مذاکراتو خبره کوي او د ترهگرۍ د مسلې د حل یوه لار گڼي، خو مبصرین وايي طالبانو د حکومت دغه تجوزیر ته څه حوصله افزا ځواب نه دی ویلی.
طالبانو سره د مزاکرات په هکله د خیبر پښتونخوا گورنر شوکت الله د خبرو اترو نور تفصیل د ډیوه ریډیو خبریالا ابراهیم شنواري سره د هغه مرکه کې دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

طالبانو سره مذاکرات او ډز بندي