د حکومت او طالبانو په مذاکراتو کې د ښځو خبره نشته

حکومت او طالبانو په مذاکراتو کې د ښځو خبره نشته

د پاکستان حکومت او طالبانو ترمېنځه د خبرو اترو روانه لړۍ کې د حکومت لخوا تر اوسه کوم ښکاره تگ لاره نه ده ټاکل شوې او نه تر اوسه د تیرو څو ورځو راهسې په دغه خبرو اترو کې څه کوټلی پرمختگ په نظر راځي. خو ولې بلې لورې ته د حکومت لخوا د طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ گڼ شمیر تپوسونه راپورته کړې چې یو پکې دا دی د حکومت لخوا د طالبانو د شریعي نظام غوښتنه که ومنل شي نو دا به په عملي توگه کوم ځائې نافذ کیږي؟ ځېنې څیړونکې وايي د حکومت د طالبانو د خپل سره شریعت مطالبه منلو کومه پټه منصوبه به ډیرې بدې نتیجې پیدا کړي. او دې سره به د قبائیلي سیمو اولس د نورو ستونزو سره مخ شي په خصوصیت سره د قبائیلي سیمو د ښځو په ژوند کې به مشکلات سیوا شي.
زنانه په دې موضوع څه نظر او ایا څه خداشات لري او که نه؟ په دې هکله د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو واشنگټن نه تر خیبر پروگرام کې د اتوار په ورځ ځېنې وتلو پښتنو زنانه ؤ بحث کړی چې پکې د پارلیمنټ پخوانۍ غړي بشره گوهر، د زنانه د حقونو دپاره کارکونکې او فلم سازه ثمر من الله، د اوئیر گرلز یا د بیدارو پیغلو غیر حکومتي تنظیم مشرې گلالۍ اسماعیل او کالم لیکونکې مونا نصیر شاملې وې. دغه پروگرام تاسو دلته اوریدی شۍ چې کوربه يي رحمان بونیری وو:

Your browser doesn’t support HTML5

واشنگټن نه تر خیبر