وزیراعظم نواز شریف:طالبانو سره مذاکراتو ته موقع ورکول پکار دي

د جمعې په ورځ شوي شمالي وزیرستان قبائیلي سیمه کې د ډرون حمله کې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود وژل شوی دی

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي هیواد کې د تشدد او د وینې توئیدو مخنیوي په خاطر طالبانو سره مذاکراتو ته باید یوه موقع ورکړی شي.
د پنجاب په بهاولپور ضلعه کې د پوځ مشقونو په موقع وینا کې نواز شریف وویل حکومت يي هیواد کې د تشدد ختمولو کلکه اراده کړې ده خو دا مقصد په یوه شپه کې او یا یواځې د بې دریغه طاقت د استعمال د لارې نشې ترلاسه کیدی.
نوازشریف زیاته کړه چې د ټولنې بې لارې او د ذهني انتشار ښکار خلکو بیا په ټولنیز ژوند کې د شاملولو د پاره کوشش پکار دی.
وزیراعظم وویل هیواد کې د ترهگرۍ د مخنیوي د پاره سیاسي پارټۍ، پوځ او عادي ټولنه باید په یو نظر وي.
نواز شریف یو وارې بیا تکرار کړه چې د پاکستان په قبائیلي سیمو د وسله والو خلاف کیدونکې د ډرون حملې د هیواد د خپلواکۍ خلاف ورزي ده او په نتیجه کې يي د امن دپار د پاکستان په کوششونو منفي اثر غورځیږي.
نواز ویلي حکومت يي د طالبانو سره د امن مذاکرات شورو کړې دي.
د جمعې په ورځ شوي شمالي وزیرستان قبائیلي سیمه کې د ډرون حمله کې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود وژل شوی دی.
د پاکستان د داخله چارو وزیر چودهري نثار علي خان ویلي د حکیم الله محسود د وژل کیدو په نتیجه کې د امن هڅې په منفي توگه متاثر شوي دي.
او د پاکستان د اطلاعاتو وزیر سنیټر پرویز رشید ویلي وزیراعظم نوازشریف داخله وزیر ته د حکیم الله محسود د وژل کیدو ورسته سیاسي مشرانو سره د صلاح مشورې امر کړی دی.