کرمه ايجنسي:تازه عملياتو په وخت2 پوځيان, 12 جنگيالي وژل شوي

دپاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې دخالي په ورځ دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ شوې نښته کې 12 جنگيالي اؤ دوه پوځيان وژل شوي دي.
دامنيتي سرچينو ترمخه په مرکزي کرمه ايجنسۍ کې عسکرو سره دنښتې وروستو امنيتي ځواکونو دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري کړې ده اؤ 23 ترهه گر يې وژلي دي. سرچينې دا هم وائي چې په دغه بمبارۍ کې دتندلارو يو شمير ځالې تباه شوي هم دي.
تندلارو سره په سيمه کې شوې نښته کې ددوؤ پوځيان دوژل کيدو اؤ پينځوؤ نورو دژوبل کيدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي
دتيرو دريوؤ اوونو راهسې کرمه ايجنسۍ کې دوسله والو جنگيالو په ضد دامنيتي ځواکونو لخوا عمليات روان دي چې پکې دلسگونو جنگيالو دوژنې ادعاوې شوي دي.
دازادو سرچينو څخه کرمه ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ شوې نښته اؤ پکې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.
دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې څو ورځې دمخه دډرون په يو بريد کې دپاکستاني طالبانو ددوهم لوړپوړي مشر ولي الرحمان دوژل کيدو وروستو ، پاکستاني طالبانو دخپل مشر دوژنې دبدل اخستو دړکه کړې وه وه اؤ ددغه پيښې څخه وروستو په اورکزو، کرمه اؤ خيبرايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښتو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده.
تيره ورځ هم په خيبر، کرمه اؤ اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ شوؤ نښتو کې شپږ پوځيان اؤ 39 جنگيالي وژل شوي وؤ