ټېکس پرې ورکړئ او خپلې پټې اثاثې او پېسې قانوني کړئ، د پاکستان اعلان

د وزیراعظم د خزانې سلاکار عبدالحفیظ شېخ

پاکستان اعلان کړی دی کوم خلک چې خپلې پټې اثاثې او پېسې ښکاره کړي حکومت به ورته په ټېکس کې رعایتونه ورکوي خو د اقتصاد پوهانو او د حکومت مخالفه ډلو په دغه سکیم نېوکې کړي دي.

په اسلام اباد کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د وفاقي کابینې د منظورۍ وروسته د وزیراعظم د خزانې سلاکار عبدالحفیظ شېخ د نوي سکیم په اړه خبري غونډې ته وویل " د سکیم مقصد هغه پټو اثاثو او پېسو ته قانوني حېثیت ورکول دي چې د حکومتي ادارو له نظره بچ پاتې دي او ټېکس پرې نه دی ورکړی شوی."

پخواني وزیر اعظم او د پاکستان مسلم لیگ (ن) د قومي اسمبلۍ غړي شاهد خاقان عباسي وویل د وزیراعظم نوازشریف حکومت د ټېکس "اېمنسټي سکیم" اعلان کړی و خو عمران خان به بدې ردې ویل چې د سکیم مقصد غلو او لوټ مارانو ته د خپلو پېسو صفا کولو لاره ورکول کیږي. ښاغلي عباسي وویل د عمران خان حکومت خپله دغه سکیم اعلان کړو او سم کار یې بولي.

د اقتصادي چارو خبریال فدا حسېن وي او اې ډیوه سره د سکیم په اړه خپله څېړنه کې وویل چې د دې نه به حکومت ته څه ډېر گټه ونشي ځکه چې دا وخت حکومت د احتساب کوم عمل پېل کړی دی د هغې نه په خلکو کې ویره موجود ده اوهغوي به د بې یقینۍ په ماحول کې خپلې اثاثې ښکاره نه کړي.

فدا حسېن زیاته کړه چې تېرکال د مسلم (ن) ډلې هم دغه سکیم اعلان کړې و خو صرف نزدې ١٠٠ اربه روپۍ ورته ترلاسه شوې وې او دا ځل به هم ممکنه ده دومره پېسې ترلاسه شي. هغه وویل د دې ترڅنگ داهم نه ښکاري چې گنې زیاته شمېره کې به خلک دې سکیم ته راشي.

فدا حسېن نور وویل چې د داسې منصوبو نه اکثره هم هغه خلک گټې پورته کوي چې په غېر قانونی توگه یې جایدادونه جوړ کړي وي او دا زیاتره هم هغه خلک وي چې د وړاندې نه ټېکسونه ورکوي خو بیا یې ځینې اثاثې پټې ساتلی وي.

فدا حسین وویل دا مشکله ښکاري چې حکومت به د ټېکس د رعایتي سکیم نه مطلوبه اهداف ترلاسه کولو کې کامیابي ومومي.

د وزیراعظم د خزانې سلاکار عبدالحفیظ شېخ وویل چې د حکومت مقصد ټېکسونه راغونډول یا زیاتول نه بلکې پټې اثاثې راښکارول او ورته قانوني شکل ورکول دي. هغه وویل د منتخب نمایندگانو نه علاوه هر یو پاکستانی وگړی د جون د ٣٠ نېټې پورې د دې سکیم نه گټه پورته کولی شي.

عبدالحفیظ شېخ وویل چې د دې سکیم د لاندې به هغه پاکستاني وگړي چې په ملک کې دننه ژوند کوي او یا بهرنیو هېوادونو کې اثاثې لري په څلور فیصد ټېکس ورکولو خپلې پېسې او اثاثې صفا کولی شي او که چېرې څوک غواړي چې اثاثې یې هم بهر پاتې شي نو په شپږ فیصد ټېکس ورکولو خپلو اثاثو ته قانوني حېثیت ورکولی شي.

ښاغلي شېخ زیاته کړه چې په ملک کوم بې نومه یا بې نامي بېنک اکاونټونه موجود دي او د کال ٢٠١٧ م نه وړاندې پرانیستل شوي دي هم ددې سکیم نه گټه پورته کولی شي.