خیبرپوښتونخوا کې یونیورسټۍ د استازانو احتجاج

  • ډیوه رپورټ

د خیبرپوښتونخوا صوبائې حکومت مشران سینیټر افراسیاب خټک او مشر صوبائې وزیر بشیربلور د میډیا یا مطبوعاتو سره خبرې اترې کۍ

د پاکستان په خیبر پوښتونخوا صوبه کې د یونیورسټۍ استازانو د خپل یو همکار د اغوا کیدو خلاف په احتجاج لاس پورې کړی دی.

پیښور کې د اسلامیه کالج یونیورسټۍ وائس چانسلر یا مشر اجمل خان د ستمبر د میاشت په ؤمه نیټه د پیښور نه تښتول شوی دی.

د اتوار په ورځ د جنگیالو د طرفه خورکړی شوې یو ډیو کې اجمل خان په حکومت غږ کړی چې د نومبر د ٢٠مې نیټې پورې دې د هغه د اغواکونکو غوښتنې ومني. هغه وائې ژوندې يي په خطر کیدی.

دا نه ده معلومه چې د اجمل خان داغوا کارانو څه غوښتنې دي.

د گل په ورځ خیبر پوښتونخوا کې د یونیورسټۍ استازانو د اجمل خان د راخوشې کولو په حق کې احتجاج کړی دی. ددوې وینا ده ترهاغه وخت پورې به خپل احتجاج نه ختموي ترڅو حکومت اجمل خان صحیح سلامت ازاد کړی نه وي.