په لاهور کې د تحریک لبېک د لاریون په مهال دوه پولیس وژل شوي 

د تحريک لبېک پاکستان لاريون ودرولو لپاره لاهور او اسلام باد کې پوليس او انتظاميى يوشمير سړکونه تړلې دي او د لاهور خارجى لارې او لاهور موټروې باندى بابو صابو سره نيزدې انټرچينج هم تړلې دی

د پنجاب په مرکزي ښار لاهور کې د پولیس او د غېرقانوني ډلې تحریک لبېک د لاریون په مهال د پولیس او مظاهره چیانو په نښتو کې پولیس وايي دوه پولیس وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي.

پولیس ویلي د ډلې په سلګونو پلویان ګرفتار شوي هم دي.

د تحريک لبېک په زرګونو پلويانو د جمعې په ورځ لاهور نه د اسلام اباد په لور لاريون پيل کړی و خو پولیس د دوی د مخې نیولو کوښښ کولو.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه تحریک لبېک حکومت نه د دوو غوښتنو د منلو دپاره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د احتجاج او د اسلام اباد په لورې د لاریون یا مارچ لاریون اعلان کړی و.

د ډلې ترجمان صدام بخاري وویل د ډلې مشر سعد حسین رضوي دې ازاد کړی شي او حکومت دې د خپل لوظ سره سم د فرانس سفیر د ملک نه وباسي.

د جمعې په ورځ کله چې د ټي اېل پي لاریون شروع شو نو پولیس لارې او سړکونه په کنټېنرانو بند کړي وو. په دې مهال مظاهره چیانو په پولیس کاڼې وورول او پولیس په ځواب کې د اوښکې بهونکی ګېس وچلولو.

د لاهور پوليسو د وياند تر مخه په نښتو کې دوه پوليس عسکرمړه او يو شمير نور پوليس ټپيان شول چى روغتون ته انتقال کړی شول.

د پولیس یو اعلا چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای اردو څانګې ته وویل د تحریک لبېک د 150 پورې پلویان په لاهور کې نیول شوي دي.

د ټى ايل پى وياند وايي پوليس په دوی برید کړی چى له امله یې د دوی 500 ټپیان شوي دي.

د پنجاب اعلا وزير عثمان بزدار ویلي قانون په خپلو لاسونو کۍ اخیستوونکو په ضد به سخت ګامونه اخیستل کېږي.

د ټى ايل پى مرکزى شورا په يو بيان کې ويلې چې وس به حکومت سره خبرې په هغه صورت کې کوي کله چې لاهور کې بندي د ډلې مشر سعد رضوي خوشې کړې شى اولاريون ته راوستل شى.

د تحريک لبېک پاکستان لاريون ودرولو لپاره لاهور او اسلام باد کې پوليس او انتظاميى يوشمير سړکونه تړلې دي او د لاهور خارجى لارې او لاهور موټروې باندى بابو صابو سره نيزدې انټرچينج هم تړلې دی.

د اسلام اباد داخلي لارې او سړکونه په جزوى يا مکملا توګه بندولو لپاره کنټينران لګول شوي دي.

د لاهور نه علاوه پوليس د ټى ايل پى يو شمېر د راولپنډۍ، اټک او ټيکسلا ښارونو نه ګرفتاره کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید احمد ويلي د تحریک لبېک په غوښتنه حکومت د فرانس سفیر له هیواده نه شي ویستلی.

شېخ رشید د زیارت/ پنجشنبې په ورځ (21 اکتوبر) وویل هیواد نه د فرانس د سفیر ویستلو معنا به دا وي چې پاکستان د اروپایي اتحادیې څخه بهر شو او پاکستان داسې نه شي کولی.

تحریک لبېک سږکال د اپریل په میاشت کې د خپلو غوښتنو په حق کې په پاکستان کې د تشدد نه ډک احتجاجونه کړي وو چې د سرکاري شمېرو له مخې د 800 نه د زيات پـوليس عسکرو پکې ژوبل شوي او شپږ وژل شوي وو.

د دغو احتجاجونواو مرګ ژوبلې په نتيجه کې حکومث تحریک لبېک غېرقانونه تنظیم وتاکلو.