د کرونا وایرس له امله به یواځې 20فیصد مینه وال په سټېډیم کې د پاکستان سپر لیګ مېچونه کتلی شي

د سویلي افریقا د کرکټ ټیم هم دا وخت ددوه ټسټ سیریز مېچونو د پاره پاکستان کې موجود دی چې په خالي مېدانونو کې لوبې کوي او د کرکټ مینه والو ته سټېډیم کې د نېغ په نېغه لوبو کتلو اجازت نشته

د پاکستان حکومت د شپږم سپر لیګ مېچونو کتلو د پاره د کرونا وبا له وجې دا ځل یواځې 20 فیصده مینه والو ته د کرکټ په مېدان کې د لوبو کتلو اجازت ورکړی دی.

د پاکستان سپرلیګ مېچونه به د دې میاشتې د شلمې نېټې نه د کراچۍ په نېشنل د کرکټ مېدان پېل کېږي.

د پاکستان مطبوعات وايي چې په دې لړ کې د شورو - چهارشنبې په ورځ د نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټر د چارواکو یوه غونډه کې د دې منظوري ورکړی شوې ده.

دغه غونډه چې د پاکستان کرکټ بورډ په خواست رابللی شوې وه، پکې د صحت د وزارت او د پاکستان کرکټ بورډ چارواکي هم موجود وو.

په غونډه کې فېصله وشوه چې کرکټ په مېدانونو کې د موجوده چاوکو د شل فیصده په بنیاد به د کراچۍ په سټېډیم کې 7500 او د لاهور په قذافي مېدان کې 5500 د کرکټ مینه والو ته د مېچونو کتلو لپاره ټکټونه ورکړی کېږي.

د فېبروۍ د 20 مې نېټې نه د پېلېدونکي پي اېس اېل شل مېچونه به د کراچۍ په سټېډیم او پاتې څوارلس مېچونه به په لاهور کې کېږي. اخیرنی او فائنل مېچ به د مارچ په ۲۲مه هم لاهور کې لوبولی شي.

د پي سي بي چېرمېن احسان ماني ویلي دي چې د مېچونو د کتلو د پاره شل فیصده مینه والو ته دا اجازت د راتلونکو نورو لوبو د پاره د وړې کچې اغاز دی.

په داسې حال کې چې پاکستان کې د کرکټ مینه وال د سپر لیګ مېچونو ته لوالتیا لري، د پېښور زلمي مالک جاوېد اپریدي د یو ټویټ د لارې د کرکټ د مینه والو زړونه هغه وخت ووګټل چې وې ویل

“څنګه به وي که دا ځل شپږم پي اېس اېل لپاره د زلمي ټیم ترانه رېحانه اووايي.

رېحانه د امریکا سره تعلق لري او د سندرو په نړۍ کې یې لویې نوم ګټلی دی.”

یاده دې وي چې د سویلي افریقا د کرکټ ټیم هم دا وخت ددوه ټسټ سیریز مېچونو د پاره پاکستان کې موجود دی چې په خالي مېدانونو کې لوبې کوي او د کرکټ مینه والو ته سټېډیم کې د نېغ په نېغه لوبو کتلو اجازت نشته.

پاکستان نن د سویلي افریقا خلاف د دویم او اخیري ټسټ مېچ اولني اننګز کې د درېو وکټو په سر 145 رنزونه جوړ کړي وو خو د باران له وجې لوبه د وخت نه وړاندې ختمه کړی شوه.

پاکستان اولنې ټسټ مېچ کې بریا موندې وه.