خيبرايجنسي : دتندلارو بريد کې 6 عسکر وژل شوي

دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دنهې په ورځ يو شمير وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په پوستو بريد کړى چې پکې لږترلږه 6 عسکر وژل شوي او 28 نور ژوبل شوي دي.
دامنيتي سرچينو ترمخه دباړې په شلوبر سيمه کې يو شمير جنگيالو په خودکاره وسلو سره په په ارجالي او دريوؤ نورو امنيتي پوستو دمختلفو اړخونو څخه بريد کړى چې پکې څلور دايف سي عسکر او دوه خاصه دار وژل شوي دي.
په دغه بريد کې جنگيالو درنه وسله کارولې ده چې له امله يې يوې پوستې ته سخت زيان اوښتى دى.
راپورونه وائي جنگيالو دغه بريدونه په سيمه کې په جوړو شوؤ هاغو پوستو کړى چې له دې وړاندې به دغيرقانوني تندروه ډلې لشکراسلام په قبضه کې وې.
دتيرې څه مودې راهسې دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې دتندلارو لخوا په امنيتي ځواکونو او حکومتي چارواکو بريدونو کې تر ډيره وخته زياتوالى راغلى.