دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دنهې په ورځ وئيلي دي چې افغانستان کې امن دپاکستان دامن سره نيغ په نيغه تعلق لري اؤ حکومت به يې افغانستان کې دجوړجاړي اؤ پرمختيا دعمل لپاره مخلصانه ملاتړ دوامداره ساتي.
دترکي ميډيا سره ځانگړو خبرو کې وزيراعظم نواز شريف دپاکستان اؤ ترکي ترمينځ دتجارتي اؤ اقتصادي اړيکو دودې دارادې څرگندونه کړې ده.
وزيراعظم وئيلي دي چې دترهه گرۍ هيڅ پولې نۀ وي اؤ ددې مخنيوى نړيوال چيلنج دى.
خو د وزيراعظم نوازشريف ددغو څرگندونو څخه د مخه څو څو کرته د افغانستان صدر حامد کرزي پاکستان ته په اشارې کولو سره دعوه کړې ده چې ترهگر د افغانستان دپولې پورې غاړه خوندي ځالي لري.
پاکستاني وزيراعظم هيله څرگنده کړې ده چې بين المللي ورورولي به افغانستان کې دامنيت دراوستو هڅو کې شريکه وي اؤ د٢٠١٤م وروستو به دافغانستان دپرمختيا لپاره خپلې ژمنې پوره کړي.
هغه وويل دامريکا پشمول نړيواله ورورولي اؤ پاکستان دترهه گرۍ دمخنيوي يو شان مقصدونه لري.
دهغه وينا وه پاکستان کې دترهه گرو په ضد دډرون حملو داستعمال امريکائي تگلاره نۀ يواځې زمونږ دخپلواکۍ اؤ بين المللي قوانينو خلاف ورزي ده بلکې دځان سره منفي اغيزې هم لري اؤ له امله يې ټولنه کې بنياد پرستۍ ته وده ترلاسه کيږي
نواز شريف هيله څرگنده کړه چې امريکا به دډرون حملو د سودمنۍ لړ کې بيا دسره ډير زر غور وکړي.
دنوموړي وينا وه سيمه کې دترهه گرۍ ستونزه دتير وخت دغلو تگلارو نتيجه ده اؤ مونږ ددغه ستونزې دجرړو دويستو دچيلنج سره مخ يو.
هغه وويل پاکستان دترهه گرو دنيټ ورک اؤ وسلې اؤ تربيت ورکولو دمخنيوي لپاره دبين المللي ورورولۍ مرستې ته اړتيا لري.
نواز شريف په لا ئن اف کنټرول په رامينځته شوي اوسني تاؤتريخوالي دانديښنې څرگندونه وکړه ا ؤ وې وئيل پاکستان به په دغه صورتحال کې دذمه وارۍ، صبر اؤ زغم څرگندونه جاري ساتي.
دهغه وينا وه چې پاکستان به دترکي په مرستې سره دترهه گرۍ دمخنيوي په يوه موثره تگلاره عمل درامد کوي.
بلخوا نواز شريف انقره کې دترکي دداخله وزير معمر گلير اؤ دترکي دلوړپوړو امنيتي چارواکو سره ديوې ليدنې په مهال وئيلي دي چې دخپل هيواد څخه دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دجرړو ويستو لړ کې به ترکي څخه دمرستې غوښتنه کوي اؤ لارښوونې به ترې اخلي.
دوزيراعظم هاؤس څخه دجاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم وئيلي دي چې پاکستان به دترکي دپوليسو دبرياليتوب څخه سبق اخلي.