پاکستان په ټویټر د ځینې اکاونټونو د بندولو غوښتنه کړي ده

د ټویټر د ځینې اکاونټونو نه وړاندې پاکستان په یو ټیوب هم پابندي لگولي وه او د رای د ازادۍ فعالین وايي پاکستان په فیس هم خپل نظر سخت کړی دی

د سماجي رابطو ویب پاڼې فېس بک او په یوټیوب د بندیز ورسته د ټوېټر چارواکو هم وېلي دي چې د پاکستان حکومت ترې د ځېنو ټوېټر اکاونټونو د بندولو غوښتنه کړي ده.

مطبوعات د ټوېټر د انتظامي چارواکو یو بیان رپورټ کړی چې پکې ویل شوي د پاکستان حکومت ورته په سږ کال کښې د ٢۴ اکاونټس بندولو ترڅنگ د ٧ نورو اکاونټونو په اړه د معلوما تو خواست کړی دی.

د سماجي ویب پاڼو د استعمالونکو د حقونو تنظیم بائټس فار آل یو غړی هارون بلوڅ ډیوه ته وايي د پاکستان لخوا د غه غوښتنې ښايي چې حکومت د سماجي ویب پاڼو څارنه زیاته کړي ده.

بلوڅ زیاتوي باېد ټوېټر وه وايي چې د پاکستان د حکومت ددغه اکاونټونو په اړه څه اعتراضات لري. خو وايي په تېرو وختونو کښې په ریاستي پالېسو د نیوکو او د مذهب د سپکاوي په تور د سماجي وېب پاڼو فعالین یا خو گرفتاره کړی شوي یا بې درکه کړی شوي دي.

ټوېټر د دې میاشت په ٢٠ نیټه خپل یو رپورټ کښې ویلي وو په ټوله نړۍ کښې ېی د ترهه گری په تورونو د درې لکهو نه زیات اکاونټس بند کړي دي.

په دې اړه نور تفصیل اسلام اباد نه د وي او ای ډیوه خبریال اورنگریب خان په رپورټ کې هم اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

په پاکستان په کې ټیوټر پابندي