قرېشي: د امریکې نوی حکومت دې د افغانستان د امن بهیر په خپل ځای وساتي

په قطر کې د افغان حکومت او طالب استازو د امن خبرې شروع کړي دي

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د امریکې د نوي صدر جوبایډن نه غوښتلي چې په افغانستان کې د سولې دپاره شروع شوی بهیر دې په خپل ځای وساتي او په وړاندې دې بوځي.

د الجزیره ټېلې وژن سره مرکه کې شاه محمود قرېشي وویل "ځما په خیال دوی (د بایډن حکومت) دې دا خبره احساس کړي چې اوس په افغانستان کې یوه موقع ده او دوی ته پکار دي چې د بېرته بوتلو پرځای دې د دې ساتنه وکړي."

د امریکې نوي صدر جوبایډن د شورو، چهارشبنې، په ورځ د خپلې چوکۍ سوګند پورته کړی دی او د خارجه وزارت دپاره یې اېنتني بلېکن نامزد کړی دی.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په سېنټ کې د بلېنکن په نامزدګۍ بحث کې هغه وویل د صدر بایډن حکومت به طالبانو سره د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د اقتدار په مهال شوي معاهدې ته بیا کتنه کوي. هغه وویل امریکا باید داسې وسایل ولري چې ترهګري بیا سر راپېدا نه شي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه ښاغلي بلېنکن د سېنټ دغه اورونې ته وویل "مونږ دا جنګ ختمول غواړي چې نه ختمېدونکی بلل شوی دی. مونږ خپل ځواکونه کور ته راوستل غواړو. مونږ غواړو چې څه صلاحیت ولروو چې د ترهګرۍ د بیا پېدا کېدلو مخه نیولی شي."

نوي صدر جوبایډن انتوني بلېنکن د خارجه وزارت دپاره نامزد کړی دی

د رپورټ ترمخه بلېنکن وویل غواړي چې د نژدې نه وګوري چې د طالبانو سره د امریکې په معاهده کې په څه خبرې شوي دي.

په افغانستان د امن به غرض د افغان حکومت او طالب استازو په قطر کې خبرې شروع شوي دي.

د دې مذاکراتو بنیاد هغه معاهده ده چې د صدر بایډن پېش رو صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت په مهال امرېکې او طالبانو د تېر کال د فېبروۍ په میاشت کې په قطر کې لاس لیک کړې ده. د دغه معاهدې دلاندې طالبانو په افغانستان کې په امریکايي ځواکونو حملې ودرولي او دا خبره به هم یقیني کوي چې طالبان به د القاعده او نورو وسله والو ډلو سره تعلقات ختموي او د افغانستان خاور به د ترهګرۍ دپاره استعمال ته نه پرېږدي. د لوظنامې ترمخه به امریکا او نېټو د کال ۲۰۲۱ د می د مياشت پورې خپل ځواکونه دافغانستان څخه وباسي.

د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د صدارت په اخېرۍ ورځو کې امریکې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېره ۲۵۰۰ ته راکمه کړې ده.

افغان حکومت د ښاغلي قریشي په خبرو خپل دریځ نه دی څرګند کړی خو تېره ورځ د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي غړي مولوي عطا الله لودین ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې هغه تړون تر ډېره طالبانو ته امتیازات ورکړي وو او افغان حکومت په کې ظاهراً یوې څنډې ته شوی دی.

د الجزیره سره مرکه کې ښاغلي قرېشي وویل په افغانستان کې د سولې دپاره د موجوده کوښښونو په اړه وویل "د ډېر وخت نه پس مونږ په سم لوري روان شوي یوو. "

شاه محمود قرېشي وویل پاکستان د افغانستان د امن په بهېر کې مرسته کړې ده خو هغه زیاته کړه ځېنې عناصر د امن دپاره حالات خرابوول غواړي.

بلخوا د امریکې د دفاع نوي ګمارل شوي وزیر پخواني جرنېل لاییډ اسټن ویلي په افغانستان کې د امن دپاره به د پاکستان سره همکاری کوي خو په پاکستان به فشار هم زیاتوي چې خپله خاوره ترهګرۍ دپاره استعمالېدو ته ورنکړي.

د افغانستان او پاکستان په اړه دغه خبرې ښاغلي اسټن د هغه د نامزدګۍ په اړه په سېنټ کې اورېدنې ته کړي دي.

لاییډ اسټن ویلي پاکستان افغانستان کې مهم کردار لوبولی شي او القاعده او داعش خراسان ته ماتې ورکولو او د سیمې ثبات ته د ودې ورکولو د پاره امریکا د پاکستان سره کار ته اړتیا لري.