څېړونکی: د امریکې نوی واکمن ګوند ګڼي پاکستان د ترهګرۍ مکمل مخنیوی نه کوي

د نړیوالو چارو څېړنکار او د پېښور پوهنتون د اېريا سټډي سنټر پخواني ډاېرکټر ډاکټر سرفراز خان وايي ډېموکرېټک ګوند د پاکستان په اړه تاثر لري چي د ترهګرۍ مکمل مخنیوي نه کوي او د طالبانو سره د وزير اعظم عمران خان د خواخوږۍ د بېانو نه هم ښه خبر ده

د امریکې نوی صدر جوبایډن او د هغه د واکمن ډېموکرېټک ګوند به د پاکستان په اړه څه تګلاره وي؟ څېړوونکي په دې لړ کې بېلا بېل نظرونه لري.

د نړیوالو چارو څېړنکار او د پېښور پوهنتون د اېريا سټډي سنټر پخواني ډاېرکټر ډاکټر سرفراز خان وايي ډېموکرېټک ګوند د پاکستان په اړه تاثر لري چي د ترهګرۍ مکمل مخنیوي نه کوي او د طالبانو سره د وزير اعظم عمران خان د خواخوږۍ د بېانو نه هم ښه خبر ده. سرفراز خان وايي د امریکې نوى صدر به د بشري حقونو د سرغړونو او د ترهګرو ډلو معامله د پاکستان سره د خپلې اېجنډې په سر کې ساتى.

بلخوا د نړیوال چارو يو بل ماهر ډاکټر اعجاز خټک وايي پاکستان له به د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په پرتله د نوي امريکاي صدر د انتظاميې سره کار کول اسان وي ځکه چې د باېډن په تګ لارو کې به تسلل او استحکام وي. دې هم دريز لري چې امریکا به د پاکستان نه د افغانستان د سولې په عمل، بشري حقونو په برخه کې غوښتنې کوى او د بشري حقونو چارې به هم په پام کې ساتي.

د دفاعي چارو څېړنکار او د پوځ پخوانيې جرنېل ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود وايي دا څرګنده ده ده چې د نوى امریکاي انتظامې جهکاو به هند ته ډېر وي او په پاکستان به د افغانستان کشالې د حل او په کور دننه د لا قانونه مذهبي تندرويه ډلو په فعالیتونو هم فشار جاري وساتي.

جوبایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې د ۴۶ صدر په حېث د خپلې چوکۍ سوګند پورته کړو. بایډن د ريپبلېکن پارټۍ پخواني صدر ډانلډ ټرمپ جانشین دی.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د امریکا نوي صدر ته د صدارت په ترلاسه کولو مبارکي ویلي او د هغه سره یې په ګډه د اړیکو د مضبوطولو اراده څرګنده کړې.

جو باېډن په خپل لومړي تقرير کې وويل چې هغه به د امریکې نړیوال اتحادونه بیا مضبوطوي.

په ټوېټر خپل پېغام کې وزېر اعظم عمران خان وویل د صدر جو باېډن سره د تجارت او اقتصادي څانګو کې د همکارۍ د لارې د پاکستان او امریکا تعلقات زياتول غواړي.

په خپل ټويت کې عمران خان د موسمي بدلون، عامه صحت او د بډو رشوتونو د خاتمي په ګډون نورو څانګو کې د همکارۍ ذکر وکړو او وه یې وېل چې هغه په سيمه کې د امن د ودې لپاره د امریکا د صدر سره د کار کولو هيله لري.

وزیر اعظم عمران خان په خپل بېان کې نه خو د افغانستان يادونه کړې او نه یې په هېواد د تند رويه مذهبي ډلو او د بشري حقونو د ساتنې په اړه څه وېلى.

د امریکا د دفاع وزیر جرنل اسټن د تېرې نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکې سېنېټ ارمز فورسز کمېټۍ ته وېلي پاکستان د افغانستان په امن عمل کې د امریکا مهم ملګری دی او د هند مخالف تند رويه ډلو لشکر طیبه او جېش محمد پرضد ګامونه یې اخېستی دى خو وايي پدې اړه پرمختګ نيمګړی دی