پاړه چنار : چاؤدنو کې دمړو شميره 57ؤ ته رسيدلې

تيره ورځ دقبائيلي سيمې کرمې ايجنسۍ دپاړه چنار په مرکزي بازار اؤ دگاډو په يوه اډه دوؤ بمي چاؤدنو کې دژوبل شوؤ 150ؤ څخه زياتو کسانو څخه 12ؤ کسانو ساه ورکړې چې ورسره په دغو چاؤدنو کې دوژل شوؤ کسانو شميره 57ؤ ته رسيدلې ده.
ددغو چاؤدنو په اړه پوليټيکل ايجنټ رياض محسود وئيلي دي چې يوه حمله ديو ځانمرگي لخوا شوې اؤ بله دښخ کړل شوي بم نتيجه کيدى شي.
عيني شاهدان وائي دغه چاؤدنې ديو بل څخه دڅو سيکنډو په دمې سره دروژه ماتي دوه گينټې وړاندې شوي دي.
لمړۍ چاؤدنه ديو جومات سره نزدې هاغه مهال وشوه، کله چې دغلته په گڼ شمير کې خلک دخوراکي موادو په خرڅولو اؤ اخستلو بوخت وؤ اؤ دوهمه چاؤدنه په سکول روډ دگاډو په يوه اډه کې شوې ، چې له امله يې دوکانونو اؤ گاډو ته زيان رسيدلى دى.
دخالي په ورځ دهسپتال يو انتظامي چارواکي شبيرحسين اؤ دشيعه مسلک سره تعلق لرونکي مشر حامد علي وئيلي وؤ چې پاړه چنار سيمه کې شوؤ بمي چاؤدنو کې ١٦٧ کسان ژوبل شوي.
شيعه مشر حامد علي دعوه کړې چې وژل شوي اؤ ژوبل شوي تقريباً ټول دشيعه ورورولۍ سره تعلق لري.
هغه وئيلي دي چې دچاؤدنې په مهال بازار دهاغه شيعه ورورولۍ دخلکو څخه ډک وؤ، چې دروژه ماتي لپاره يې سودا اخسته.
يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې هغه وويل مونږ دتحفظ غوښتنه کوؤاؤ حکومت ته درخواست کوؤ چې دهاغو خلکو په ضد گامونه واخلي چې زمونږ کسان په نخښه کوي.
دبره کرمې ايجنسۍ پشان پاړه چنار کې هم شيعه ورورولۍ سره تعلق لرونکي کسان اکثريت لري اؤ دغلته په تيرو وختونو کې هم دغه شان حملې شوي دي.
دټهل څخه پاړه چنار ته غځيدلى سړک دپاکستاني طالبانو دحملو په وجه تر څلورو کلونو بند ؤ، اؤ مسافرو به دپاکستان نورو سيمو ته دتللو لپاره دافغانستان دتورخم په لاره بيرته پاکستان ته داخليدل، دغه سړک وروستو پرانستل شو ، خو دکوزې کرمې ايجنسۍ دسُني اکثريت لرونکې ابادۍ څخه دتيريدو په مهال دمسافرو گاډو ته دسيکورټي اسکارټ ضرورت وي، په دغه سيمه کې اوس هم تندلاري خپل فعاليتونه کوي.
بلخوا دپاکستاني طالبانو دتحريک سره تعلق لرونکې ديوې وړې ډلې انصارالمجاهدين يو ويانددنامعلوم مقام څخه ميډيا سره خبرو کې ددغه چاؤدنو ذمه واري په غاړه اخستې.
طالب وياند دعوه کړې ده چې دهغوي دډلې سره تعلق لرونکو دوؤ ځانمرگيانو دغه چاؤدنې ترسره کړي اؤ نخښه يې شيعه ورورولي وه