هېواد نه بهر پاکستانيانو ته د ووټ ورکولو فېصله شوې

د دغه فيصلې سره به 3.7 ملينه په بهرني هېوادونو کې موجود پاکستانيان په عامو انتخاباتو کې د رايې ورکولو جوگه شي.

د پاکستان د ټولټاکنو کميسون د هېواد نه بهر پاکستانيانو ته په عامو انتخاباتو کې د رايې یا د ووټ د حق ورکولو فيصله کړې ده.
د دغه فيصلې سره به 3.7 ملينه په بهرني هېوادونو کې موجود پاکستانيان په عامو انتخاباتو کې د رايې ورکولو جوگه شي.
د اليکشن کميشن دسيکرټري احمدخان په مشرۍ اسلام اباد کې دنهې په ورځ دلوړې کچه يوه غونډه ترسره شوې ، په دغه غونډه کې دخارجه او قانون دوزارتونو چارواکو هم برخه اخستې.
غونډه کې فيصله وشوه چې په نورو هيوادونو کې ميشته ؤ پاکستانيانو ته به درايې اچولو حق ورکولى شي او په اليکټورل رولز کې به دهغوي نومونه درج کولى شي.
دسرچينو وينا ده دغه غونډه کې فيصله وشوه چې راجستر شوؤ اووۀ ديرشو لکو سمندر پورې پاکستانيانو ته به درايې اچولو حق ورکولى شي ، ددې مقصد لپاره به دهغوي نومونه په ووټر لسټونو کې شاملولى شي، غونډه کې دسمندري پورې پاکستانيانو لپاره په منتخبو اسمبلو کې په چوکو مختص کولو باندې هم غور وشو.