د ملگرو ملتونو خوراک ادارې ورلډ فوډ پروگرام یا ډبلیو ایف پې د پاکستان په باجوړ قبائیلې سیمه کې د خونړۍ ځانمرگې حملې ورستو هلته خپل امدادي مرکزونه تړلې دي.
په پاکستان کې د ډبلیو ایف پې افسر صاحب حق وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته مرکه کې وئیلې باجوړ کې ډبلیو ایف پې څلور امدادي مرکزونه پرانسې ؤ چې ۴٢٠٠٠ کسانو ته به خوراکې مواد ورکول خو د مرکزونو د تړل کیدو سره دغه ټول کسان متاثر شوې دي.
د باجوړ په مرکزي ښار خار کې د خالي په ورځ د ډبلیو ایف پې د خوراک د ویشنې مرکز سره ځانمرگي برید کې تر ۴٥ ؤ پورې کسان وژل شوې دي. رپورټونه وائې حمله په برقعه کې پټې زنانه ترسره کړې ده. پاکستاني طالبانو د حملې ذمه واري په غاړه اخستې ده.
د ډبلیو ایف پې صاحب حقل وویل باجوړ کې خوراکې مرستې د هاغه کسانو سر کیدې څوک چې په کال ٢٠٠٩ کې د طالبانو خلاف عملیاتو په وجه په خپلو کورونو پریښودو مجبور شوې ؤ خو اوس بیره ته خپلو کورونو ته ستانه شوې ؤ.
صاحب حق دا او نه ویل چې باجوړ کې تړل شوې د خوراکې مرستو مرکزونه به بیا کله پرانستل کیږي.