سېنټ کمېټۍ: په دفترونو کې د ښځو پر ځورونو اندېښمن یو

د پاکستان د قومي اسمبلۍ د بشري حقونو قایمه کمېټۍ په دې اندېښنه څرګنده کړې چې ملازمت کوونکې ښځې د کار په ځایونو کې ځورول کېږي. کمېټۍ په دې سلا شوې چې د ښځو د ځورونو د مخنیوي لپاره په موجود قانون کې د بدلون قانوني مسوده تیاره کړي، چې دغه قانون لا سخت او عملي شي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د کمېټۍ په غونډه کې ټولو غړو په هېواد کې په دې اندېښنه څرګنده کړه چې د ملازمت په ځایونو کې د ښځو د ځورونو پېښې زیاتې شوې دي.

له مذهبي سیاسې ګوند جماعت اسلامې سره تړاو لرونکي د کمېټۍ غړی صاحبزاده یعقوب وایي دوې له اړوندو ادارو او چارواکو څخه په دې اړه سپناوې غوښتی چې په دا ډول جرمونو کې د لاس لرونکو کسانو په ضد ولې قانوني ګام نه اخیستل کېږي؟

صاحبزاده یعقوب ډيوه رېډیو ته وویل کمېټۍ په دې سلا شوې ده چې د کار په ځایونو کې پر ملازمت کوونکو ښځو د جنسې یا بل ډول ځورونو د مخنیوي لپاره په قانون کې د بدلون لپاره قانوني مسوده تیاره کړي. وایي په دې مسوده کې په دا ډول جرمونو کې د تورنو ملزمانو لپاره د سختو سزاګانو د ټاکلو سپارښتنې شوي دي.

په پاکستان کې ۲۰۱۰م کال کې د منظور شوي قانون له مخې د ملازمت کوونکو ښځو په ځورونو تورنو مجرمانو لپاره درې کاله قید او ۵۰۰۰۰۰ روپۍ سزاګانې ټاکل شوي دي.

پاکستان د مذهبي اقلیتونو او د ښځو د حقونو د تحفظ په برخه کې په نړۍ کې په ښه نامه نه یادېږي او د بشري حقونو ملکي او نړیوال تنظیمونه په دې اړه پر پاکستان سختې نیوکې کوي.

ډیجیټل رایټس فاونډېشن چې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو د حقونو لپاره هلې ځلې کوي، په یوه رپوټ کې ویلي چې دوی ته په تېر یو کال کې پر ټولنیزو رسنیو د ځورونو ۱۵۰۰ شکایتونه تر لاسه کړي دي، چې ۶۰ فیصده شکایتونه پکې د ښځو له خوا ورته شوي دي.

په پاکستان کې ښځې د هېواد د ۲۲ کروړه ابادۍ تر نیمایي زیاته برخه جوړوي خو په ملازمتونو او د کاروبار په ځایونو کې د دوی استازیتوب یواځې ۲۲ فیصده دی، چې د سیمې تر نورو هېوادونو بنګله دېش او هند ډېر کم دی.

په پاکستان کې نه یواځې د کار په ځایونو او دفترونو، بلکې په کورونو کې ځورونه هم عامه خبره ګڼل کېږي.

د پاکستان د بشرې حقونو د سازمان (ایچ ار سي پي) د شمېرو له مخې په دې هېواد کې هر کال شاوخوا ۱۵۰۰ ښځې د غیرت په نامه وژل کېږي.