پاکستان کې يوټيوب په جزوي توگه بحال کړل شوى دى

پاکستان کې يوټيوب په جزوي توگه بحال کړل شوى دى

د پاکستان داطلاعاتو او ټيکنالوژۍ يو وياند وائس اف امريکا ته ويلي يوه اونی وړاندې دوفاقي کابينې په غونډه کې دشوې پريکړې څخه وروسته دويډيوشئيرنگ ويب سائټ يوټيوب پورې رسد بيا بحال کړل شوى دى

د پاکستان داطلاعاتو او ټيکنالوژۍ يو وياند وائس اف امريکا ته ويلي يوه اونی وړاندې دوفاقي کابينې په غونډه کې دشوې پريکړې څخه وروسته دويډيوشئيرنگ ويب سائټ يوټيوب پورې رسد بيا بحال کړل شوى دى خو په دغه ويب سائټ به موجودو دگستاخۍ او لانجمنو موادو پورې رسدبه بند وي.
په ډاگه دې وي چې تيره اوونۍ دلاهور هائيکورټ حکومت ته دټولنيزو رابطو په ويب سائټ فيس بک دعارضي پابندۍ لگولو امر کړى ؤ.
دعدالت په پريکړه دعمل کولو په ترڅ کې پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارټي فيس بک پورې په رسد پابندي لگولې وه او ددې څخه يوه ورځ وروستو حکومت دخپل اړخه په يوټيوب هم پابندي ولگوله.
خو په هيواد کې دانټر نيټ کاروونکو لخوا ديوټيوب دبنديدو دمخالفت په نظر کې نيولو ره اوس دغه اسانتيا په جزوي توگه بحال کړل شوې ده خو دانټر نيټ کمپنيانو دچارواکو وينا ده دصارفينو څخه زياتره په فيس بک دپابندۍ ملاتړ کوي او غواړي منتظم يې دتوهين رسالت په گام دبخښنې غوښتو په ترڅ کې خپله تگلاره بدله کړي.
ديوې اندازې مطابق په ټول پاکستان کې دا مهال خواؤشا پينځه ديرش لکه کسان فيس بک او يوټيوب استعمالوي چې پکې زيات شمير ځوانان شامل دي.
بل لوري ته په اسلام اباد کې دامريکائي سفارت خانې لخوا جاري شوي بيان کې وئيلى شوي دي په پاکستان کې په يوټيوب دپابندۍ ختمولو په فيصله پاکستاني فلم جوړونکي فراز صديقي ته دهيلې يو نوى څرک په نظر راغلى دى چې دامريکائي خارجه محکمې ډيموکريسي ويډيو چيلنج 2010ء وروستي پړاؤنه تيروي.
اوس تر ١٥م جون پورې پاکستان او دټولې نړۍ دانټرنيټ صارفين فائنل ته رسيدونکي فلمونه کتلى شي او دخپلې خوښې دفلم په حق کې رايې هم ورکولى شي.
په دغو فلمونو کې دفراز صديقي فلم جمهوريت دخلکو لخوا پيغام دى هم شامل دى.
دډيموکريسي ويډيو چيلنج مقابلو په دوهم کال ٧٠٠ فلمونه ترلاسه شوي دي.