د پاکستان پخواني صدر او د پيپلزګوند شريک مشر اصف علي زرداري په نوازشريف تور لګولی چې په تېر وخت کې يې دوه ځله د هغه د وژلو پلان جوړ کړی و او هغه به شريف وروڼو له لاس ورنکړي.
ډان ورځپاڼې ليکلي، د پيپلزګوند د پنجاب ايالتي اطلاعاتو سېکتر چودري منظور د زرداري د خلې ويلي، " شريف وروڼو یې د ۱۹۹۰م په ليسزه کې دوه ځله د وژلو پلان جوړ کړی و چې هغه کله په زندان کې ؤ خو دوي ناکامه شوي دي".
د زرداري تور ته د مسلم ليګ ن ګوند لخوا په رسمي ډول کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
د پاناما مقدمه کې سترې محکمې د وزيراعظمۍ نه نااهله کړی نوازشريف د ۱۹۹۰م په لسيزه کې دوه ځله وزیراعظم پاتې شوی په اول ځل د کال ۱۹۹۰ نه تر ۱۹۹۳ پورې او په دوېم ځل د ۱۹۹۷ نه ۱۹۹۹ پورې.
د پخوانۍ وژل شوې وزيراعظمې بېنظير بټو مېړه اصف علي زرداري د ۱۹۹۰م د نيمايي نه تر ۲۰۰۴ پورې د غبن ترڅنګ يو شمېر مقدمو کې په زندان کې ؤ.
بېنظيربټو هم دوه ځله د پاکستان وزيراعظمه پاتې شوې وه، په وړومبي ځل د ۱۹۸۸ نه تر ۱۹۹۰ پورې اوپه دوېم ځل د ۱۹۹۳ نه تر ۱۹۹۶م پورې.
اصف زرداري د شنبې په ورځ لاهور کې د ګوند د غړو سره ليدلي، او ویلي يې دي نوازشریف هڅه کړې چې ملاتړ يې ترلاسه کړي خو نوموړي ویلي، " ما ورته انکار کړی دی".
زرداري ويلي، " زما نه لا هېر نه دي چې دې شريفانو زما او د بېنظيربټو سره څه کړي مونږ دوي بخښلي او ميثاق جمهوريت مو ورسره کړی خو مياصېب راسره خيانت کړی زما په ضد مېموګېټ کې عدالت ته تلی او د غدارۍ تور يې راباندې لګولی دی".
د پاکستان رسنيو په وروستيو کې داسې خبرونه خپاره کړي چې د ملک يو شته من تن ملک رياض نوازشريف بللی او زرداري ته يې د هغه په خله د ملاتړ پېغام ورلېږلی ؤ.
زرداري ويلي، د شريف وروڼو سره يو ځای تلل ورته ډېر ګران وو.
هغه ويلي، " دوي (شريف وروڼه) زر زر رنګونه اړوي، چې کله په سخته کې وي ستاسره ملګرتیا ته تيار وي او چې کله په واک کې وي ديکه درکوي".
زرداري ویلي د پارټۍ مشران دې يې دا هېره کړي چې د کال ۲۰۱۸ م په عامو انتخاباتو کې به د مسلم ليګ ن ګوند سره اتحاد وکړي.