د "پاکستانی قصاب" په نامه یادیدونکی مشکوک اجرتي قاتل عدالت ته وړاندی شوی

د هنګري پولیس وايي نیول شوی پاکستاني تن نزدې ۷۰ کسان د پېسو لپاره وژلي دي.

د اسټریا پلټونکي وايي ۳۵کلن نیول شوی کس د ٫٫ پاکستاني قصاب٬٬ په نامه پیژندل کیږي. د دغه کس دنیولو لپاره پاکستان نړیوال پولیس یا انټرپول ته خواست کړی وو.

د نیول شوي پاکستاني نامه نه ده ښودل شوې او پولیس وايي د سې شنبې یا نهې په ورځ د هنګري جنوبي پولې ته څېرمه له یو ډله نورو کسانو سره یوځای ونیول شو.

خبري ادارې وايي نیول شوی تن د نورو ګڼو کسانو سره اسټریا ته د قاچاق کیدو وړاندې د کرویشیا، سربیا او هنګري پولې ته څیرمه نیول شوی.

د ای پي خبري ایجنسې د رپورټ ترمخه د هنګري یو عدالت د زیارت په ورځ د دغه تن پاکستان ته واپس لیګلو په اړه اندیښنې ښکار ه کړی دي

په دغه تن الزاماتو کې دا تور هم شامل دی چې یو مرگ يې د کال ٢٠١٥ م د جون په میاشت کی مرګ کړی و ده دا تور رد کړی دی او په دغه وخت کی دی په یونان کې و.

په هنګری کی د مرګ سزا نشته نو ځکه ځایی چارواکي د پاکستان نه ضمانت غواړي چې دغه تورن کس ته به د مرګ سزا نه ورکوي.

تروسه دغه تورن کس پاکستان ته دا لیږلو فیصله نه ده شوي.