ږوب نه د پولیو نوې پېښه مخې ته راغلې، د هنګو سخا اوبو کې هم پولیو وایرس موندل شوي

د بلوچستان ایالت د ږوب ضلعې نه د پولیو یوه نوې پېښه مخې ته راغلې چې دې سره پاکستان کې د روان کال په اوږدو کې د پولیو پېښو شمېره نهو ته رسېدلې ده.

د پاکستان د صحت قامي اداره وایي چې د خېبر پښتونخوا د هنګو سیمې څخه هم په اخیستل شوؤ ماحولیاتي نمونو کې د پولیو وایرس تایید شوی دی.

د صحت د قامي ادارې د پولیو لیبارټرۍ تر مخه د پولیو نوې پېښه د ږوب یونین کونسل حسن زۍ اربن۲ کې مخې ته راغلې ده اؤ دغلته د یو نیم کال یو ماشومان ته د پولیو وایرس ورپورې شوي دي.

د ادارې د بیان له مخې په دغه ماشوم کې د معذورۍ علامې د ۲۸م جون نه ښکاره شوې وې خو چې کوم وایرس ورپوري وي د هغې جینیاتي ارزونه لا روانه ده.

د صحت د قامي ادارې د بیان له مخې ددې تر څنګ د خېبر پښتونخوا په یوه نوې ضلعه هنګو اؤ د وړاندې څخه د اغېزمنو ضلعو په ماحولیاتي نمونو کې هم د پولیو وایرس د شتون پخلی شوی دی.

بیان وایي چې د وړومبي جولایي څخه تر دریم جولایي پورې د هنګو، کراچۍ کیماړۍ،چمن، پښین ، حیدر اباد ، جامشورو اؤ لاهور نه د نالیو د سخا اوبو څخه اخستل شوؤ نمونو کې د پولیو وایرس موندل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پولیو پروګرام سږکال د پولیو د مخنیوي په لړ کې شپږ مهمونه چلولي اؤ په جنورۍ اؤ فرورۍ کې د ټول ملک په کچه دوه ستر کمپاینونه هم سرته رسولي چې پکې د پینځوؤ کالو د عمر نه کمو ۴۰ لکو څخه زیاتو ماشومانو ته د پولیو د مخنیوي څاڅکې ورکړل شوي دي .

سږکال د پاکستان په ۵۱ ضلعو کې د پولیو وایرس موندل شوي دي ،اؤ د پولیو د مخنیوي لپاره د وزیراعظم کوارډینیټر ډاکټر ملک مختار احمد وایي چې تر اوسه نهه کسان په پولیو اخته شوي دي چې دې کې اووه د پولیو پېښې یوازې د بلوچستان څخه رامنځته شوي دي.

پاکستان اؤ افغانستان دا مهال د نړۍ هغه یوازیني دوه هیوادونه دي چې تر اوسه پکې د پولیو ناروغي شتون لري اؤ نورې ټولې نړۍ ددې مرض نه ځان خلاص کړی دی.