فلسطیني ادارې یا پېلېسټینین اتارټي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په فلسطیني علاقو کې د الجزیره ټېلې وېژن په نشریانو عارضي پابندي ولګوله. دا خبر مطبوعاتو خپور کړی دی.
د فلسطیني ادارې د داخله، ثقافتي او د مواصلاتي چارو مشترکه کمېتۍ د الجزیره نشریات د ځنډولو فېصله وکړه او په چېنل يې د راپارونکو موادو او د داسې رپورټونو د نشر کولو الزام ولګولو چې د کمېټۍ په قول خلک خطا کوي او جنجال راپېدا کوي.
تېره هفته د مقبوضه وېسټ بېنک د جنین په مهاجر کېمپ کې د فلسطیني امنیتي ځواکونو او د وسله والو د جګړې خبرونو ورکولو په سر فلسطیني ادارې د قطر په الجزیره تېلې وېژن تنقید وکړو.
الجزیره د فلسطیني ادارې فېصله وغندله او ويې وېل دا یو کوښښ دی الجزیره چې په مقبوضه علاقو کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي خبرونه ور نه کړی شي.
الجزیره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د الجزیره کار منجمد کول او خبریالان يې د کار نه منع کول حقیقت د پټولو یو کوښښ دی. الجزیره غوښتنه وکړه چې فلسطیني اداره دې خپله فېصله بېرته واخلي.
فتح سیاسي تنظیم چې د فلسطیني ادارې واک اختیار يې په لاس کې دی، وویل الجزیره په عرب وطن کې په عمومي توګه او په "فلسطین" کې په خصوصي توګه نفاق پېدا کوي. فتحې په فلسطینیانو غږ وکړو چې الجزیره سره دې همکاري نه کوي.
deewa
تېره هفته الجزیره وويل فتح د چېنل او د خبریالانو خلاف يې د راپارونې کېمپېن شروع کړی دی او غندنه يې وکړه. د دې نه مخکې الجزیره په جنین کې د فلسطیني امنیتي ځواکونو او د وسله والو د جګړې خبرونه نشر کړي وو.
الجزیره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل په جنین کې د واقعاتو د خبرونو نشر کولو په لړ کې چېنل په کامیابۍ خپله پېشه ورانه دنده ترسره کړې ده.
توقعو نه کېږي چې په الجزیر د پابندۍ فېصله به په غزه کې هم نافذ کړی شي. غزه د حماس د واک اختیار دلاندې سیمه ده او فلسطیني ادارې د اختیار نه بهر ده.
په وروستي وخت کې الجزیره په اسرایل او په وېست بېنک کې د مشکلاتو سره مخامخ شوې ده.
د کال ۲۰۲۴ د سېټمبر په میاشت کې اسرایلي عسکرو د مقبوضه وېسټ بېنک په رام الله ښار کې د الجزیره په دفتر چاپه ووهله او ورته يې د عملیاتو د تړلو امر وکړو.
د کال ۲۰۲۴ د می په میاشت کې اسرایل د قومي امنیت په اړه د تشویش په سبب په هېواد کې په الجزیره پابندي ولګوله.