د غزه د صحت وزارت وايي د اسرایل او د حماس په جنګ کې ۷۰ نور کسان وژل شوي دي

په غزه کې جنګ د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شو. په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي او حماس تر ۲۵۰ پورې نور کسان یرغمال نیولي وو چې تر ۱۰۰ پورې کسان اوس هم د حماس په ولکه کې ګڼل کېږي

د غزه د صحت وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اسرایل او د حماس په جنګ کې د ۷۰ نورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړو چې ورسره په غزه کې د جنګ دلاسه د وژل شویو کسانو شمېره د ۴۶۰۰۰ نه زیاته شوه.

د وزارت ترمخه تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه شروع شوي جنګ کې په غزه کې د ۱۰۹۳۰۰ نه زیات نور کسان زخمیان شوي هم دي.

د غزه د صحت وزارت د وژل شویو کسانو په اړه دا نه واضحه کوي چې د وژل شویو کسانو څخه څومره وسله وال دي خو دا خبره کوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.

deewa

په غزه کې جنګ د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شو. په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي او حماس تر ۲۵۰ پورې نور کسان یرغمال نیولي وو چې تر ۱۰۰ پورې کسان اوس هم د حماس په ولکه کې ګڼل کېږي.

امریکې، مصر او قطر په غزه کې د جنګ بندۍ، یرغمالانو د ازادۍ او فلسطینیانو سره په انساني امداد کې د اضافې دپاره کوښښونه کوي خو تر اوسه نه دي کامیاب شوي.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په غزه کې د امن معاهده نږدې ده او امید کوي چې د جنورۍ په ۲۰ نېټه د صدر جوبایډن صدرات د ختمېدو نه مخکې په لوظنامه وشي.

هغه وویل که چېرې د بایډن په صدارت کې معاهده و نه شوه نو بایډن چې د ډزبندۍ کوم تجویز وړاندې کړی دا به د امریکې نوي حکومت ته پېش کړی شي.

امریکې، برطانيي، يورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي/ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي