د غزې د روغتیا وزارت د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي دي چې جنوبي غزې کې د بشري مرستو پر یوه مرکز د اسرایل په میزایل برید کې لږ تر لږه 19 کسان وژل شوي او 60 نور ټپیان شوي دي.
دغه وزارت ویلي چې ژغورونکي لا تر اوسه نه دي توانیدلي چې د ملبې لاندې یو شمیر کسانو ته ورسیږي.
د مرګ ژوبلې دغه شمېره د سول ډیفنس لخوا ورکړل شوي مخکینۍ شمیرې څخه کمه ده چې ویلي وو په برید کې 40 کسان وژل شوي دي.
د اسرایل پوځ د مرګ ژوبلې لوړه شمیره رد کړې وه په داسې حال کې چې حماس په بشري سیمو کې په فعالیتونو تورنوي.
بريد د خان یونس لويديځ کې په مواسي علاقه کې شوی، چرته چې په غزه کې د اسرايل او حماس د شخړې څخه تښتېدلي فلسطينيان اباد دي.
د اسرايل پوځ ویلي، جنګي الوتکو یې په کمانډ او کنټرول مرکز کې د حماس مهم ترهګر په نخښه کړي دي.
حماس دغه بيان رد کړی چې په سيمه کې یې جنګیالي موجود وو.
په ټولنیزو رسنیو خپرو شوو ويډيو کې ژور کډه يا کنده ليدل کيږي، خلک په بېلچو او لاسو د ملبې لرې کولو هڅه کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي [سیکرټري جنرل] انټونیو ګوټېرش د ګل- دوشنبې په ورځ ویلي چې ملګرو ملتونو وړاندیز کړی چې په غزه کې د اسرایل او حماس د جګړې د ختمولو لپاره د هرډول ډزبندۍ د څارنې کی د مرسته کولو ته تیار دی، خو دا فکر یې " غیرحقیقي" ګرځولی چې نړیواله اداره به په مستقیم ډول د دغه علاقې انتظام چلوي او یا به ورله امنیتي ځواکونه ورکوي.
انټونیو ګوټېرش اسوسي اېټیډ پرېس سره په یوه مرکه کې وویل، "ملګري ملتونه به د هر ډول ډربندۍ د ملاتړ لپاره موجود وي" ، خو زیاته کړې چې هغه باور نه لري چې اسرایل به د ملګرو ملتونو لپاره په پراخ کردار ترسره کولو باندې تیار شي.
پداسې حال کې چې په تیرو میاشتو کې د حماس او اسرایل ترمنځ جګړه زیاته شوې ده، اسرایل د ملګرو ملتونو لږ شمیر کارکوونکي تورن کړي چې د تیر کال اکتوبر په اوومه د حماس جنګیالو لخوا په اسرایل شوي برید کې لاس لرلو.
د حماس لخوا د تیر کال اکتوبر په اوومه په اسرایل برید وروسته دغه جګړه پیل شوې ده.
ملګري ملتونه د 1948م کال راهیسې په منځني ختیځ کې د پوځي څارنې مشن یا ماموریت لري چې د ملګرو ملتونو د ډزبندۍ د څارنې ادارې (UNTSO) په نوم یادیږي.
ګوټېرش وویل چې د ډزبندۍ د څارنې وړاندیز "یو د هغه مفروضو څخه یو دی چې مونږ وړاندې کړی دی".
خو د میاشتو راهیسې د ډزبندۍ خبرې په ټپه ولاړې دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرش زیاته کړه : " یقینا ، مونږ به هر هغه څه ترسره کولو ته تیار یو چې د نړیوالې ټولنې لخوا زمونږ نه غوښتنه کیږي." خو هغه وویل چې "پوښتنه دا ده چې ایا دغه خواوې به یې ومني او په ځانګړې توګه اسرایل به یې ومني؟".
بلخوا د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د څانګې مشر ولکر ټرک ویلي په غزه کې جنګ ختمول او په سیمه کې په پراخه کچه د شخړې مخنیوی "بېړنۍ ترجیح" ده.
ټرک د ګل- دوشنبې، په ورځ په جېنېوا کې د ملګرو ملتونو د هیومن رایټس کونسل یا د انساني حقونو شورا غونډې ته وویل دا معلومه خبره ده چې که چېرې اسباب يې ختم نه کړی شي نو جنګونه اینده نسلونو ته خورېږي او دا ډول يې دا لړۍ دوام لري او د افسوس خبره دا ده چې په غزه کې جنګ هم د دې خبرې یو اصلي مثال دی.
ټرک په اسرایل د بوږنونکي حملې، د غزه د یو اشاریه نهه مېلین اوسېدونکو د بې کوره کېدو، د ۱۰۱ اسرایلي یرغمالانو د وژل کېدو، د خونړیو او د تباه کن عملیاتو او په وېسټ بېنک کې د خرابېدونکو حالاتو ذکر هم وکړو.
د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د اتوار، یکشنبې، په ورځ لوظ وکړو چې په غزه کې د حماس خلاف جنګ ته به دوام ورکوي او ویې وېل د ایران په مشرۍ کې خونړۍ نظریه یې د ملک نه چاپېره ده.
په غزه کې جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل دحماس د حملې نه شروع شو. په اسرایل حمله کې تر 1200 پورې کسان وژل شوي او تر 250 پورې نور حماس یرغمال نیولي وو.
د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی او د غزه د صحت وزارت وايي د اسرایل په پوځي عملیاتو کې د 40,900 نه زیات کسان وژل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. د اسرایل پوځ وايي په غزه کې په زرګونو وسله والو هم وژل شوي دي.
امریکا، مصر او قطر د تېرو څو میاشتو راهسې د اسرایل او د حماس ترمنځ د اوربند او د یرغمالانو د ازادۍ دپاره کوښښونه کوي خو مذاکرات تراوسه نه دي کامیاب شوي.
په خبر کې ځينې معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي