" دلته نور هيڅ نه زیاتېږي سېوا د خفګان او ویر نه ـ"



رپورټ : حمیدالله
Paris Hilton Vs the Poor Poet and other poems د انګرېزۍ ژبې د یو سل اوولس نظمونو دغه کتاب د پېښور په یو کلي کښې پېدا شوي دېرش کلن فرید ګل مومند لیکلی دی چې نن يې مخ کتنه اوشوه ـ په دستوره کښې نوموړو شاعرانو او لیکوالانو ګډون وکړو ـ په دغه کتاب کښې د انګرېزۍ په نظمونو کښې د چېړلې شوو د پښتنو مسئلو تنقیدي او تائیدي جائزه واخسته ـ په دغه کتاب کښې یو سل اوولس نظمونه دي او د هر یو نظم نه يې په پښتون قام او وطن تېرېدونکي وير او تباهۍ څه نه څه ژړا څرګنده ده ـ
فریدګل اته کاله د انګلستان په مډل سکس (Middle Six ) پوهنتون کښې سبق وئیلی او وايي په انګرېزۍ کښې د شاعرۍ مقصد نړۍ ته د پښتون قام او وطن پېغام رسول دي ـ
"دا یواځې زما پېغام نه دی بلکې دا د ټولو پښتنو پېغام دی ـ دامن پېغام دی د مينې پېغام دی د دنیا چې څومره قامونه دي هغوي ته پېغام دی چې مونږه پښتانه په دې خاوره باندې اوسېږو مونږه مینه غواړو امن غواړو د نفرت نه نفرت کوو مینې سره مینه کوو علم غواړو پوهه غواړو جهالت نه نفرت کوو ـ"
په دې کتاب کښې په انګرېزۍ کښې لیکل شوي نظمونه زما کلی ، زما ښار، زما خوږ زړګی، د یوې وړې جینۍ خبرې، یوه پښېماني، تنکۍ جینۍ مه ژاړه د کتاب د سر نظمونه دي ـ
زما کلي نومې نظم کښې شاعر په یو ځای کښې وايي : " دلته نور هيڅ نه زیاتېږي سېوا د خفګان او ویر نه ـ"
نقاد او شاعر عادل ظریف وايي چې کتاب د پښتنې زمکې د اوسني حالاتو یوه جائزه لري او وايي په شاعرۍ کښې کارولې شوې انګرېزي او خیال دواړه د اعلی پايې دي ـ
"زمونږ اوسنۍ چې کومه جګړه روانه ده د هغې له کبله چې زمونږ په کلیوال ژوند باندې کوم اثرات شوي دي د هغې ټولو دومره ښکلې ترجماني په شاعرۍ کښې کړې ده ـ په انګرېزۍ کښې استعمال شوي idioms یعنې ګړنې او Metaphors یعنې استعارې دومره مضبوط ، درانه او ژور دي چې بېګا مې ورته د کتلو په آوان وژړل ـ"
د مدني ټولنې غړې عذرا نفیس یوسفزی د کتاب په اړه ډيوه رېډیو ته ووئيل :
"هر هغه څه چې مونږه خپل ګېر چاپېره ګورو نو فریدګل مومند هغې ته لفظي شکل ورکړی دی او هر کله چې پښتون د دومره د بدو حالاتو ښکار دی دومره ترهه ګري او تشدد دی دومره انساني تاوان دی نو ځکه د هغوي د شاعرۍ زیات عنوان هم دا بنسټ لري ـ خو د هغوي په کتاب کښې چې چرته دغه ژړا او د پښتنو بده ورځ ښکاري نو ورسره یو امید هم ښکاري ـ هغه د شمعې خبره کوي د خوب خبره کوي ـ"
کله چې ډيوه رېډیو د فرید ګل نه وپوښتل چې کتاب ته يې د انګلیسي فلمونو د یوې اداکارې پېرس هلټن د یو غریب شاعر سره د مقابلې نوم ولې ورکړی دی نو د هغه وېنا دا وه :
"زما څه خوښېږي نه خو دا د لوستونکو دپاره ده او مهمه خبره داده چې کوم د یو شاعر آواز دی د یو لیکوال آواز دی د امن آواز دی نو کوم یو مهم دی ـ دغه نظم چې کوم دی د راتلونکو د نورو نظمونو دپاره یو ترکیب جوړوي ـ لکه خوب، خواهشات، مات خوبونه، څه غواړم څه غواړو ، زمونږ قامي سوال څه دی .. "
فرید ګل زیاتوي چې اوس د انګرېزۍ ژبې په شلو لنډو قیصو کار کوي او په دې کښې به د جنګ زپلي پښتون قام د زلمو او کورنو قیصې وي چې هر یو اغېزمنده کس او کورنۍ ته به پکښې خپل درک لګي ـ د وړو قیصو دغه ټولګه به په یو کال کښې دننه دننه مارکیټ ته راشي ـ
فرید ګل د انګلستان د مډل سکس پوهنتون نه د کرمنالوجي او سوشیالوجي د ماسټرۍ سندونه تر لاسه کړي دي ـ او خپله دغه شاعري يې د پښتو صوفي شاعر رحمان بابا، خوشحال خان خټک د پنجابۍ صوفي شاعر بلهی شاه اورحمت شاه سائل په نوم کړې ده ـ
یاده دې وي چې فرید ګل د پېښور د یوې غریبې کورنۍ سره تعلق ساتي چې پلار به يې خواري مزدوري کوله او دده د تعلیمي لړۍ روانې ساتلو لپاره يې د کر کروندې زمکه خرڅه کړې وه ـ