حجره د پښتنو د ټولنیز ژوند او روایاتو اهم برخه ده، چرته چې پښتانه د خپلو مسلو، جنگ جگړو د هواري د پاره او د غم ښادۍ د نمانځلو د پاره غونډیږي.
د زرگونو کلونو راهسې حجر د پښتنو د ثقافت برخه ده. چې ماښام شي او ورځ تیره شي نو مشران حجرې ته ورشي، یو بل نه د تیرې شوې ورځې حال اخلي، د راتلونکې ورځ د کارونو تابیه کوي او هم دغه رنگ د یو بل سره په شریکه څه ښه وخت تیروي چې ښائي د پښتنو د هرې ورځ ژوند کې یوالی څومره اهمیت لري.
او بیا کله چې ماښام د ماسختن په لوري تیریږي نو ځوانان هم د حجرې یو اړخ ته غونډ شي او د موسقۍ د محفل تیاری اونیسي. یو ځوان منگي ته کښیني، نو بل ملگری رباب په جولۍ کې کښیدې نو بل خوش اوازه ملگری ټپو او اولسي سندرو ته غاړه تازه کي. او کله چې د منگي ټند او د رباب تارونه خپل درانه اوازونه د یا قربان ترسنگ هوا ته اوخیژي نو مشران هم د ځوانانو محفل ته ورنزدې شي.
د حجرې دروازه چې مدام د میلمه د هرکلې د پاره خلاصوي، غریب او شته من پکښې په یوځائې ناسته کوي او کشر پکښې د مشر نه د ناستې پاستې سبق زده کوي، د ماسختن په دغه لحظو د موسیقۍ دغه محفل د امن، رورولۍ او یوالي علامت اوگرځي.
خو تجزیه کار وائي په دې ورستي وخت کې تندلارو د پښتو او د پښتنو دغه اهم علامت حجره هم په نخښه کړې ده او د امن اورورولۍ دغه مرکز يي هم په وینو لړلی دی.
خو ددې باوجود ځنې پښتنانه داسې ښکارې چې خپل روایات د لاسه ورکولو ته لا تیار نه دي. افغانستان کې د وائس اف امریکا ډیوه ریډو خبریالا کمال سادات د افغانستان خوست ولایت کې د یوې حجرې د ماښامي حال په دې رپورټ کې څه دا رنگ وړاندې کوي: