پښتون مترقي شاعر خیرالرحمان (منتظر بابا) خارو ته وسپارل شو

خدایا هغه خلک وژنې چې کورونه پرې ورانیږي

هغه سل سل کاله ګرځي چې مرګی ورله ضرور دی

زه دې پیژنم تور مخیه خو ملت مې نه پوهیږي

پښتون ستا دلاسه خوار دی کابل ستا د لاسه چور دی

د دغه شعرونو لکیوال او د د پښتو ژبې پیژندلی شاعر او د خیبر پښتو ادبي جرګې مشر خیر الرحمان (منتظر بابا) تیره(جمعې) په ورځ د لواړګي په هدیره کې خاورو ته سپارل شوی. منتظر بابا د جمعې په شپه د پیښور په یو ځايي هسپتال کې د یوې ورته ناروغۍ لکبله په حق رسیدلی وو.

خیرالرحمان په کال ۱۹۵۰م کې په لنډي کوتل کې ځیږیدلی وو او تر لسمه پورې زده کړې يې د لنډي کوتل هاېي سکول نه ترلاسه کړې وی. خو د غربت او بې وسې له وجې يې نورې زده کړې ترلاسه نه کړی شوی او د کار روزګار لپاره کابل ته لاړو.

د خیرالرحمان د ژوند او ادبي خدمتونو په اړه د ډیوه ریډیو خبریال ابراهیم شېنواري لاندینی رپورټ واورۍ.

Your browser doesn’t support HTML5

منتظر بابا خاورو ته وسپارل شو