په پاکستان کې ځانته چوپړه، چوهان او راجپوت ليکل کیدی شي خو افغان نه

په پاکستان کې ځیني پښتانه وايي د منظور پښتين او دهغه د ملگرو فلمونه د کرکې په ضد په یو سرکاري اشتهار کې ښودل د پښتنو د رسوا کولو یوه شعوري هڅه او د ریاستي تگ لارې یوه نه ودریدونکې لړۍ ده.

د پنجاب حکومت په یو ویډیو اشتهار کې خپل اولس خبردار کړی دی چې که څه مشکوک عمل ووینئ یا د چا له کرکې ډکه وینا واورئ نو پولیس خبرکړئ.

څه وخت چې په اشتهار کې د کرکې د وینا پیغام ورکول کیږي نو په ویډیو کې د پښتون تحفظ موومنټ د مشر منظور پښتین او د هغه د ملگرو فلم ښکاره شي چې هغه پکې یوې جلسې ته وینا کوي. دغه اشتهار په ١٥ ستمبر د پاکستان د سرکاري ټلیویژن په گډون په شخصي ټیلیویژنونو خپورشو.

افراسیاب خټک دانشور او پښتون ملت پال سیاست مدار دی، ښاغلی خټک وايي دا ریاست پښتانه خپل نا سکه اولاد گڼي ځکه ورسره د مېرې مور سلوک کوي:

"دلته زمونږ ریاست داسې دی چې سکه او نا سکه بچي لري، پښتانه یې د بدقسمتۍ نه ورسره بلوچ هم زه ویلی شمه دوي خپل نا سکه اولادونه گڼي"

د پښتنو د نیوکو او ناخوښۍ ورستو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ددغه اشتهار د بیرته اخستلو ژمنه وکړه خو نن د ستمبر په اولسمه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په یو ټويټ کې ويلي دي دغه اشتهار وس هم روان دی، هغه تپوس کړی دی که د وفاقي وزير امر نه منل کیږي نو بیا د چا امر منل کیږي.

محسن داوړ او د قامي اسمبلۍ یو بل غړي علي وزير نن په دې موضوع په قامي اسمبلۍ کې احتجاج هم وکړو

د وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د پښتو ژبې وتلي اديب او پروفیسر اباسین یوسفزي هم په دغه اشتهار خوشحاله نه وو. ښاغلي یوسفزي وویل د پښتنو سره امتیازي چلن ډېر د پخوا راهسې روان دی، هغه وویل مونږ د پاکستان د جوړیدلو را په دېخوا غواړو چې پښتو دې د نصاب ژبه شي خو دا غوښتنه نه منل کیږي:

"په نصاب کې زما ژبې ته هغه ځای نه دی ورکړی شوی کوم چې ضروري دی، د پنجابۍ او د سندهۍ خپل سرکاري چینلونه (ټيلي وژن) ورکړی شوي دي او د پښتو ژبې نشته"

د ښاغلي یوسفزي په خیال ددې نتيجه دا شوه چې په پاکستان کې پښتانه بچي نه خو د خپل سمې ژبې، کلتور او تاریخ خبر دي او نه خپل اتلان پیژني:

" ستا بچي صلاح الدين ایوبي پیژني، محمد بن قاسم پیژني خو هغه خپل مشران خوشال خان بابا ، رحمان بابا، باچاخان، حاجي صیب تورنگزی، فقير ایپي او میرویس نیکه نه پیژني"

ښاغلي اباسین وویل د پاکستان په قامي شناختي کارډ کې د پښتون قامیت افغان او د تعليم په خانه کې د پښتو ژبې د ډاکټریټ د ډگرۍ خانه نشته دی:

"ما شناختي نوی کولو نو هلته راته وویل شو چې ته قوم افغان نه شې ليکلی، پښتو پي ایچ ډي پکې هم نه وه"

هغه وویل دا یوه ډیره عجيبه خبره ده چې دی خپل قوم نه شي ليکلي خو په پنجاب کې چې څوک وسیږي نو هغه خپل قومیت ليکلی شي:

"هغه چوپړه، چوهان او راجپوت ليکلی شي"

​هغه وویل یو ځل د پاکستان د سرکاري ټي وي په یوه مشاعره کې په پښتنو پورې ملنډې شوې وې او سرکاري افسرانو ورته افرين ویلی وو.

خو په پاکستان کې ځيني سیاسي مشران، پوهان او خبریالان ددې خبرې سره اختلاف کوي چې د پښتنو رسوا کول د پاکستان ریاستي تگ لاره ده.

په سر ښار اسلام اباد کې د شخصي ټي وي خیبر نیوز خبریال مبارک علي وايي پښتانه د منظور پښتين سره بې کچه مینه کوي او د پنجاب حکومت په دغه اشتهار کې د هغه ښکاره کول بې کچه شر انگيزي ده. خو ښاغلی علي دا نه مني چې دا به د ریاست تگ لاره وي، هغه وايي:

" د ا خو ماته یو منظم سازش ښکاري، د ریاست به دې ته مرسته نه وي تر لاسه، زه یقين لرمه چې د پنجاب په بیوراکرسي کې داسې خلق شته"

د ښاغلي علي په خیال پښتانه چونکې د منظور پښتین سره بې کچه مینه کوي نو ځکه ځيني افسرانو به د پښتنو د حکومت خلاف د راپارولو د پاره داسې کړي وي.

خو د ډیوه سره په خبرو کې یوې پښتنې خبریالې او د پي ټي ایم فعالې ثنا اعجاز وویل داسې سرکاري اشتهارونه په وړومبي ځل نه دي جوړ شوي. هغې وویل د پوځ په یو اشتهار کې د تر هگرو د پیژندنې لپاره یو ځل د پښتون په لباس کې یو تن خلقو ته ورښکاره کړی شوی وو:

"زمونږ په سیمه چې کوم افغان کډوال وسیدل څه اشاره هغوي ته وه، څه پښتنو ته وه، څه ټوله په یو ځای مونږ ته وه"

هغې وویل دا یواځې د یو اشتهار خبره نه ده دلته په ډرامو، فلمونو او ليکونو کې زیاتره وخت د پښتنو تصوير کشي د ترهگر په توگه کیږي.

سهکال د جنورۍ په میاشت کې د پنجاب د ملتان ښار په یو رېلوی سټېشن کې د ترهگرۍ د مخنیوي په یو تربیتي مشق کې پولیسو د یو وسله وال سره جگړه کړې وه. په دغه سرکاري پروژه کې چې کوم تن د وسله وال کردار لوبولی وو د هغه ږیره وه، لونگۍ یې تړلې وه، کمیص پرتوگ یې اغوستي وو او ټوپک یې په لاس کې وو. د نا قدینو په خیال په دغه کردار کې د پښتون سړي حلیه جوړه کړې شوې وه.

افراسیاب خټک وايي پښتانه په پاکستان کې یواځې رسوا کبږي نه بلکې ترقۍ ته هم نه پرېوښودل کیږي. هغه وايي د ترقۍ او پرمختگ پروژې په پنجاب او د رخنه گرۍ منصوبې د پښتنو په خاوره جوړيږي:

" که د سي پیک (چین پاکستان اقتصادي لار) منصوبه وي نو هغه به په لاهور کې جوړوي او که د ټولې دنیا نه ترهگر راوستل او تربیه کول وي نو هغه به ورټېل وهي زمونږ قبايلي سیمو ته"

ښاغلي خټک گواښ وکړو که ریاست د پښتنو د رسوا کولو او شاته ساتلو د تگ لارې نه په شا نه شو نو بیا به پښتانه د ریاست سره د عمراني معاهدې په سر بیا سوچ وکړي.

د پاکستان د ايئن تر مخه په هیواد کې به ټولو قامونو ته د برابرۍ په سترگه کتل کیږي او د قوم او ژبې په بنیاد به د چا سره څوک تفريق نه کوي.