‫نامتو پښتون هنر مند ګلزار عالم په کرونا وایرس اخته شو

‫نامتو پښتون هنر مند ګلزار عالم په نړیواله وبا کرونا وایرس اخته شوی دی. ګلزار عالم وي او ای ډیوه ته په مرکه کې وویل باوجود ددې چې ډېر احتیاط یې کولو خو کرونا ونیولو.

هغه وویل په روژه کې یې مور مړه شوې وه او خلق یې عذر ته ورتلل.

د ګلزارعالم تر مخه هغه څو ورځې وړاندې ناروغه شو او نن یې د کرونا د ټیسټ (ازموینه) پازیټو راغله.
ګلزار عالم د تیرو درې کالو راهسې په کابل کې د خپلې کورنۍ سره میشت دی. هغه درې کاله وړاندې د ژوند له خطره له پېښور څخه کابل ته کډه کړې وه.
ګلزار د زرګونو په شمیره کې سندرې، نظمونه او غزلې ويلي دي. هغه وویل:
"ما 1200 سوه کیسټونه تیار کړي دي”

په یو البم یا کیسټ کې لس سندرې راځي. په دې حساب سره د هغه د معلومو سندرو شمیر 12000 زره جوړېږي.​
ګلزار په خپله وړومبۍ سندره شپږ میاشتې قېد تېر کړی دی
د ګلزار زیاتره موسیقي د پښتون ملت پاله ترانو اونظمونو نه ډکه ده. ګلزار عالم په 1985 کې د پاکستان په هواي ځواک کې نوکري کوله، هم په دغو ورځو کې یې د وتلي پښتون شاعر رحمت سایل یو نظم "راواخلۍ بیا د انقلاب سره نشانونه” د یو ملګري په واده کې په شوقي توګه وویلو.
د هغه تر مخه دغه نظم چا په کیسټ کې ریکارډ کړلو او ډېر مشهور شو.

ددغه نظم نه د هغه افسران هم خبر شول. هغه واي په دې نظم ویلو یې افسرانو دی شپږ میاشتې په قید کې واچولو او بیا یې د نوکرۍ نه هم وښکلو.
کله چې ډیوه د ښاغلي عالم نه تپوس وکړو ایا ته وس پښېمانه خو نه یې؟
نو هغه وویل نا! بلکل نه یم پښېمانه بلکې ویاړ کووم چې د خپلې ژبې او موسیقۍ ته وزګار شومه.
د ښاغلي عالم ويلي په سوونو سندرې مشهورې شوي خو د رحمت شاه سایل، اجمل خټک، غني خان او رحمان بابا ويلي کلامونه یې مینه والو ډېر خوښ کړي.

ګلزار عالم واي د اجمل خټک په مشهور نظم "د لویو لویو قدرتونو ربه” په طرز جوړولو یې شپږ مېاشتې وخت لګولی وو.
د ګلزار عالم دغه طرز ډېر زړه راښکونکی دی او د ویلو شل کاله ورستو هم په اورېدونکي بیخي تازه لګي.
ښاغلي عالم که څه هم ډېر سندرې د پښتون ملت پالې مفکورې په سیوري کې ويلي خو وس مهال ددغو ګوندونو د مشرانو نه ګیلې هم لري.
هغه واي په سیاسي او کلتوري پروګرامونو کې یې تل ویړیا موسیقي غږولې او د خپل اولس په سیاسي شعور بیدارولو کې شعوري کردار ادا کولو خو کله چې دی په خپله د ژوند د خطر سره مخ شو، د سخت دریځو تګ لارو په وجه په موسیقۍ بندیزونه ولګېدلو او دې حاجت مند شو نوپه دغو ګوندونو کې دده نزدو ملګرو دده نه مخ واړولو.
د ګلزار عالم سره د ډیوه په واشنګټن کې خبریال رحمان بونیري مرکه په لانديني لینک اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

‫نامتو هنر مند ګلزار عالم په کرونا وایرس اخته شو