د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې په بونېر روډ رستم علاقه کې په پوليس چوکۍ وسله وال بريد کې ډزو يو لاروی تن وژلی او د پوليس اهلکار په ګډون په کې دوه تنه ژوبل شوي دي.
مردان ضلعه کې د ژغورنې ادارې (رېسکيو1122) ويلي رستم کې په بونېر روډ په شهيدانو نومې چوکۍ بريد موقعې ته رسېدلې او پېښه کې يو لاروی تن وژل شوی او د پوليس اهلکار په ګډون پکې دوه تنه ژوبل شوي دي. پېښه تېره شپه خواوشا لس بجې شوې ده.
د ژغورنې ادارې ويلي، د وژل شوي تن پېژندګلو د 15 کلن احتشام په نوم شوې، امجدخان نومې پوليس اهلکار او بل 50 کلن تن پکې ژوبل شوي دي.
وژل شوی او ژوبل د مردان مېډېکل کمپليکس روغتون ته وړل شوي دي.
په سمدستي توګه د برید زمه واري چا نه ده منلې.
د مردان پولیسو ويلي، د بريد وروسته علاقه په ګېره کې اخستل شوې او د لټون عمليات پيل کړل شوي دي.
په پينځمه جولايۍ مردان ضلعه کې يوه چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي، له دغې وړاندې په درېمه جولايۍ باجوړ کې د پخواني سېنېټر هدايت الله خان ګاډی د ريموټ کنټرول د لارې بم چاودنه کې په نخښه کړل شوی، هدايت الله خان او هغه سره څلور نور کسان پکې وژل شوي وو.
دوه ورځې وړاندې امنیتي چارواکو ويلي وو، د خېبر پښتونخوا د سر ښار پېښور په کلیواله سیمه حسن خېل کې د وسله والو سره نښته کې څلور امنیتي عسکر وژل شوي او د یو ډي ایس پي په ګډون درې نور ژوبل شوي وو.
د پېښور پولیسو دعوه کړې وه، په دغه نښته کې یې د ټي ټي پي له لوري د اعلان کړل شوي خپلسره ګورنر کمانډر عبدالرحیم په ګډون درې ترهګر هم وژلي وو.
په نهمه جولايۍ افغانستان سره په پوله ناارامه شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ نښته شوې، 24 کلن کېپټن محمد اسامه پکې وژل شوی او په نښته کې دوه ترهګر هم وژل شوي وو.
پاکستاني رسنيو ویلي، د يادې پېښې زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.
پوځ په جنوبي وزيرستان کې هم د پوځ او ترهګرو ترمنځ د نښتې ويلي وو، د پوځ د بیان ترمخه، د ترهګرو سره نښته کې درې تنه، 30 کلن سپاهي اسدالله، 28 کلن سپاهي محمد سفيان او 24 کلن غېر جنګي ساتونکی زېن علي وژل شوي وو.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي وو، د ترهګرۍ د ناسورتر ختمولو پورې به یې د ترهګرو په ضد جګړه روانه وي، او "قوم د ترهګرو ضد ولاړو پوځي ځوانانو ته سلام وړاندې کوي".
دا تازه پېښې په داسې وخت کې شوي چې په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.
پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او جمعيت علمااسلام ف ګوند د وړاندې نه د حکومت د دغه پرېکړې مخالفت کړی او ويلي يې دي بايد د عزم استحکام په اړه پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی وی.
د پاکستان پوځ په پينځمه جولايۍ ويلي وو، د پوځ د مشر جنرل عاصم منير په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه شوې ده، او "فورم د ملکي امنيت د مجموعي صورت حال جايزه اخستې او عزمِ استحکام په مختلفو اړخونو پکې تفصیلي بحث شوی وو".
د پاکستان پوځ ويلي وو، د کور کمانډرانو په غونډه کې په ملک کې د تلپاتې ثبات او اقتصادي خوشالۍ دپاره عزمِ استحکام د ترهګرۍ او غېر قانونه هلوځلو ختمولو دپاره د وخت تقاضا ګرځول شوې وه.