د پي سي بي انتظامي بورډ مات کړی شو

ذکا اشرف د کال ۲۰۱۱م اکتوبر په مياشت کې د پي سي بي د مشرۍ څوکۍ سمبال کړی وه

وزيراعظم ميا نواز شريف د پاکستان کرکټ بورډ انتظامي بورډ مات کړی چيئرمېن ذکا اشرف يې د څوکۍ نه لرې کړی ، او د پي سي بي د انتظامي امورو چلولو دپاره يې ۱۱ کسيزه کمټي جوړه کړې ده .
وزيراعظم نوازشريف چې د پاکستان کرکټ بورډ سرپرست اعلي هم دی نن د گل په ورځ يې د پي سي بي د بورډ ماتولو او چيئرمېن ذکا اشرف لرې کولو سره د بورډ په ائين کې د بدلون منظوري هم ورکړی ده .
د راپورونو ترمخه د بېن الصوباي وزارت لخوا د بورډ د ماتولو د نوټيفيکېشن د جاري کېدو پخلی شوی دی .
د پي سي بي د انتظامي امورو دپاره جوړې کړی شوې ۱۱ کسيزه کميټۍ کې د بورډ پخوانی چيئرمېن شهريارخان ، پخوانی نگران چئيرمېن نجم سيټهې ، پخوانې کرکټر اقبال قاسم او ظهير عباس شامل کړی شوي دي . دغه کميټي به د پي سي بي نوی مشر ټاکي .
ذکا اشرف د کال ۲۰۱۱م اکتوبر په مياشت کې د پي سي بي د مشرۍ څوکۍ سمبال کړی وه ، نوموړی تېرکال د اسلام اباد هايې په حکم د څوکۍ نه لرې کړی شوی ؤ ، او نزدې يوه مياشت وړاندې هم د اسلام اباد هائي کورټ هغه بيا په خپله څوکۍ د بحال کولو امر جاري کړی ؤ .
د راپورونو ترمخه د نوې کمېټۍ يو غړي او د اسلام اباد کرکټ اېسوسي اېشن مشر شکيل شېخ د ذکا اشرف د لرې کولو په غبرگون کې وئيلي ، ذکا اشرف د کرکټ دنړيوال تنظيم (ائي سي سي ) په وړاندې د پي سي بي کېس په سمه توگه وړاندې نه کړو ، ځکه هغه د څوکۍ څخه لرې کړی شو .
د کرکټ نړيوال تنظيم ائي سي سي دوه ورځې وړاندې د بگ تهري د منصوبې منظورې ورکړې ، د کوم له مخې چې د کرکټ نړيوال انتظام او مالي چارو واک د هند ، اسټريليا او انگلېنډ ته په لاس ورغلی دی . اؤ د پاکستان او سري لنکا کرکټ بورډونه بې احتياره او يواځې پاتې شوي دي .
بلخوا ته د ځايي ميډيا ترمخه ذکا اشرف د بورډ د ماتولو دپرېکړې په غبرگون کې وئيلي ، ما سره د خپلې څوکۍ واک وس هم دی ، او د دغې فېصلي نوټيفيکېشن ورته نه دی مېلاؤ شوی .