د زرگونو خلکو په قتلونو کې د ککړو طالبانو پخلا کول به غلط مثال جوړ کړي: څېړونکي

د پاکستان د حکومت د طالبانو سره د سولې د خبرو په اعلان یو شمیر څېړونکو او په ترهگرۍ کې د ځپليو شوېو کورنیو غړیو په حیرانۍ سره تپوس کړی دی چې د حکومت سره داسې کوم قانوني او اسلامي واک دی چې ترهگرو ته د دويي مړي وربخښی؟

د پښتون ملت پال عوامي نيشنل ګوند د پښتونخوا ويانده ثمر هارون بلوروايي جرګه کول ښه خبره ده، دويي غواړي چې جگړه ختم شي خو ریاست ترهگرو ته د دويي د مړو د بخښلو اختیار نه لري، هغې ډېوه ته وویل:

"دوي (حکومت) زمونږ شهادتونو او قربانیو ته سپک گوري"

د ثمر، خسر بشیر بلور او خاوند هارون بلور د ترهگرۍ په بریدونو کې د وژلو پړه تحریک طالبان پاکستان منلې وه، پاکستان دا وخت ددغې ډلې سره مزاکرات کوي. د څېړونکو په خیال د ثمر په رنگه په زرگونو کونډې له حکومته ددغه تپوس پوره حق لري.

د پاکستان د انگریزۍ ژبې په ورځپاڼه ډان کې مدني فعال اسامه خلجي د"قصابانو پخلا کول" په سر خط په خپل مضمون کې لیکلي د ټي ټي پي بخښل یو غلط مثال قایموي.

هغه خبرداری ورکړی دی د طالبانو د بخښلو سره به نور ترهگر هم دا پیغام واخلي چې هغه څوک چې د حکومت په ضد جرمونه کوي په اینده کې د معاهدو د لارې بخښل کیدی هم شي.

اسامه خلجي په خپل مضمون کې تپوس کړی چې ددې معاهدې پس به بیا حکومت خلک د وسلې پورته کولو نه څنگه منع کړی شي؟

د پاکستان طالبانو ددغه هیواد د وزیراعظمې بينظیر بټو د وژلو نه پرته د سکول د ماشومانو، عامو خلکو او حکومتي عسکرو د وژلو زموارۍ وخت په وخت منلي دي. د پاکستان حکومتي چارواکي پخپله هم وايي چې د ترهگرۍ په ضد روانه جگړه کې خوا وشا 80000 وگړي وژل شوي دي.

البته د پاکستان وسني وزیراعظم عمران خان په یو شمیر موقوع په خپلو خبرو کې ویلي چې پاکستان ته د ترهگرۍ په ضد جگړه کې شامیلیدل نه وو پکار، دهغه په خیال که چري پاکستان د ترهگرۍ خلاف په جگړه کې د امریکا ملگرتیا نه وې کړی نو دومره زیانونه به نه وو شوي.

امریکا وايي پاکستان ته یې د تر هگرۍ خلاف په جگړه کې د مرستې لپاره 33 بیلینه امریکايي ډالرې ورکړي دي. دترهگرۍ په موضوع لیکل کونکي څېړونکي د پاکستان د حکومت دترهگرو سره په لوظنامه د نیوکو تر څنگ دا هم خبردارې ورکوي چې دا نوې معاهده به یو وار بیا وسله والو ته گټه ورسوي.

د ډیوه سره په خبرو کې لیکوال او د مشال ریډیو منیجینگ اډیټر داود خټک وویل په 2004 کې د طالب کمانډر نیک محمد سره شوې معاهدې نه اونیسه په کال 2008 کې په سوات کې شوې معاهدېپورې ټولې نه یواځې ناکامه شوي دي

بلکې ددغو معاهدو ریاست ته زیان او وسله والو ته گټه رسېدلې، هغه وايي:

"وس چې وسله وال طالبان د پاکستان سره خبرې کوي نو د کمزورۍ د پوزیشن (مقام) نه، نه کوي، بلکې هغه د یو مظبوط مقام خبرې کوي"

د ښاغلي خټک په خیال په 2014 کې دغه دعوې سمې نه وې چې د طالب نوغې وښکل شوی، هغويي په تېرو څو میاشتو کې یو وار بیا حملې سوا کړي او ورسره په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په وجه هغه نور هم مظبوط شوي دي، خو ښاغلی خټک دا هم گمان کوي که د طالبانو سره چري معاهده وشوه:

"داسې عوامل شته دی چې د هغې په بنیاد دا ویلي شي چې دا معاهده به ناکامه شي"

دښاغلي خټک ددغو فکر مندیو په پرتله د پاکستان حکومتي چارواکي خوشبینه دي چې د طالبانو سره ددې معاهدې ورستو به د څو کلونو راپدیخوا روانه تر هگري ختمه شي.

په کال 2014 وسله والو په پېښور کې په ارمي پبلک سکول په خونړۍ حمله کې 149 کسان وژلي وو چې 132 پکې د سکول ماشومان وو.

په وژل شویو ماشومانو کې یو د مدني فعال او قانون پوه فضل خان زوی هم ؤ.

فضل خان وايي که د پاکستان سره د ترهگرۍ خلاف د جگړې ختمیدلو لاره مزاکرات ده نو دا یې وړاندې ولې نه کول؟

د هغه په خیال د زرگونو بې گناه خلکو د قتلونو پس دا مزاکرات ډېر مشکوک دي:

"داسې نه ده چې دوي د عوامو د مفادو لپاره مزاکراتو ته ناست دي"

د فضل خان په آند حکومت د طالبانو سره د مزاکراتو په نوم هغويي یو وار بیا د خپلو پټو مقصدونو لپاره کارول غواړي، فضل خان وايي:

" مونږ د ریاست پاکستان دغه فیصله بلکل هم نه منو"

د پاکستان طالبانو د هیواد په ضد جگړه کې تل دا دریځ خپل کړی چې دوي د اسلام د نفاذ لپاره د "کُفري نظام" ( جمهوریت) په ضد جنگیږي.

په پېښور کې د مېشت څېړونکي عرفان اشرف نه مو چې کله تپوس وکړو چې ایا وس چې طالبان د حکومت سره خبرې کوي نو معنا یې دا شوه چې دوي نور د اسلام نفاذ نه غواړي او جمهوري نظام منلو ته تیار شو؟ نو هغه وویل داسې نه ده چې طالبان به د خپل دریځ نه په شا شي، هغويي مخکې هم د پاکستان ریاست او ایئن نه منلو او وس هم داسې وايي:

" پاکستان وايي چې مزاکرات د پاکستان د ایئن په چوکاټ کې کیږي خو طالبان دغه ایئن نه مني"

ښاغلی اشرف وايي د عمران خان حکومت اولس ته یوه وايي اود طالبانو سره پټې نورې خبرې رواني دي.

د طالبانو سره د مزاکراتو د خبرونو پس د عمران خان د حکومت مخالفو گوندومو مشرانو هم په دې پرېکړه نیوکې کړي دي.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي د پاکستان د صدر، وزیراعظم او بهرنيو چارو وزير د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په اړه يې وړاندې هم نيوکې کړې وې او اوس یې هم کوي ځکه چې د دوی سره مشوره نه ده شوې او نه کومه اتفاق رایی جوړه کړی شوې ده.

دپاکستان دملي امنیت سلاکار ښاغلي معید یوسف دافغان طالبانو په منځګړتوب پاکستاني طالبانو سره روغې جوړې لپاره د حکومت دسولې د روانو خبرو ننګه کړې اؤ وایي دپاکستان دننه په تیرو وختونو کې هم داسې خبرې اترې شوي دي.

تېره اونۍ دلته په واشنګټن کې دموقعیت لرونکي میډل ایسټ انسټي ټیوټ په تابیا راجوړې شوي دستورې ته په ویډیوي بڼه خپله وینا کې ښاغلي معید یوسف دپاکستان دحکومت اؤ ټي ټي پي ترمنځ دروانو خبرو دفاع وکړه اؤ وئ ویل ټول ریاستونه باید داسې خبرې اترې وکړي.

هغه وویل که چرې نورو ریاستونو ته هم داسې لارې ګودرې په نظر ورځي چې خپل وګړي پرې دقانون تابع کولی شي نو هغوئ باید داسې وکړي.