د افغانستان واکمنو طالبانو ویلي په بدخشان ولایت کې يې د ۱۰۰ زیات تنان نیولي چې د بندیز باوجود يې کوکنار یا ډوډه کرله.
طالبانو د خپل مشر هېب الله اخونزاده په امر په کال ۲۰۲۲ کې د کوکنارو په کښت پابندي ولګوله. تر دغه کال پورې افغانستان په دنیا کې د ټولو نه زیات کوکنار پېدا کول.
په بدخشان ولایت کې د نشۍ توکیو خلاف د طالبانو د پولیس څانګې مشر شفیق الله حافظي د اتوار، یکشنبې، په ورځ د ګڼ شمېر کلیو د ۱۰۰ نه زیات اوسېدونکي چې کوکنار يې کرل نیول شوي دي.
هغه وویل نیول شوي کسان په بدخشان کې وړمبي عدالت ته وړاندې کړی شوي دي چې مقدمې يې شروع کړی شي.
د کوکنارو په کښت د طالبانو د بندیز په نتیجه کې يې په ۲۰۲۳ کې پېداوار ۹۵ فیصد کم شوی و خو کروندګر د سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ شوي دي او د متبادل فصلونو نه د کوکنارو په شان ګټه نه شي اخیستلی.
د نشي توکیو او جرمونو مخنیوي دپاره د ملګرو ملتونو دفتر یو اېن افس ان ډرګز اېنډ کرایمز، يو اېن او ډي سي، د نومبر په میاشت کې په یو رپورټ کې وویل په کلیر بنیاد د طالبانو د بندیز باوجود د کوکنارو په کښت کې ۱۹ فیصد اضافه شوې ده او د پخوا برعکس د کوکنارو زیات کښت د جنوبي ولایتونو څخه د بدخشان په شمول شمال مشرقي ولایتونو ته منتقل شوی دی.
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د می په میاشت کې په بدخشان کې مقامي خلکو د کوکنارو په ضد د طالبانو د اقداماتو مزاحمت کړی و او د کروندګرو او د طالب ځواکونو په جګړو کط یو شمېر کسان وژل شوي وو.
افغانستان چې د دنیا په غریب ترینو ملکونو کې شامل دی د ابادۍ ۸۰ فیصد برخه په زراعت انحصار کوي.
یو اېن او ډي سي وویل زیات نرخونه او د اپینو کمېدونکي ذخیره کروندګرو ته حوصله ورکولی شي چې په کوکنارو د پابندۍ خلاف ورزي وکړي او یا د روایتي مرکزونو نه بهر په ګاونډیو ملکونو کې یې کښت شروع شي.
یو اېن او ډي سي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما د نړیوالې ټولنې نه غوښتنه وکړه چې د متبادله فصلونو او د متبادل روزګار په کې دې د افغان کروندګرو امداد وکړي. طالبان هم د نړیوالې ټولنې نه دا غوښتنه کوي.
د یو اېن او ډي سي ترمخه په کوکنارو د طالبانو د بندیز وروسته د کوکنارو نه د ترلاسه کېدونکو هغه د تریاکو چې اپین او هېروين ترې جوړېږي د یو کېلوګرام قیمت يې اوس ۷۳۰ ډالر دی. د ۲۰۲۲ نه مخکې دا قیمت ۱۰۰ ډالر و.
میانمار چې په کې د پوځي واکدارانو او د مخالفینو ترمنځ جنګ دوام لري، په موجوده وخت کې د دنیا د ټولو نه زیات اپين پېدا کوي.