پرویز خټک: د پښتونخوا په نوې برخه فاټا کې دې هم د صوبايي اسمبلۍ انتخابات په ٢٥مه جولايي وشي

د خېبرپښتونخوا پخواني اعلا وزیر پرویز خټک وي او ای ډیوه ته ویلي دي چې د پښتونخوا په نوې برخه فاټا کې دې هم د صوبايي اسمبلۍ انتخابات په ٢٥مه جولايي وشي.

پرویز خټک د اعلا وزير د څوکۍ پرېښودلو ورستو په خپله وړومبۍ مرکه کې وویل چې په صوبه کې نوو شاملو قبایلي سیمو فاټا کې دې د پاکستان د نورو برخو سره یوځای انتخابات وشي. هغه په دې لړکې د پاکستان د انتخاباتو کمیشن ته یو خط هم ليکلی دی.

ښاغلي خټک وویل چې د انتخاباتو کمیسون ته یې یو خط کې لیکلي دي چې د پښتونخوا د فاټا په څوکو دې هم د نور پاکستان سره یو ځای په ٢٥ مه جولاي انتخابات وشي:

"دا به ان فیر (نامناسبه وي) چې ورستو کوم حکومت ناست وي او هلته انتخابات کیږي نو په هغې به دحکومت اثرات راځي"

خو ښاغلی خټک وايي کې دغه وړانديز ونه منل شو نو د انتخاباتو نه به بایکاټ (ډه ډه) نه کوي.

ښاغلي خټک وویل چې هغه د راتلونکو انتخاباتو په حقله خوشبینه دی چې بې د درغلیو به وشي.

هغه په راتلونکو انتخاباتو کې د خپل گوند د بري دعوا وکړه او ویې ویل چې یو داسې پاکستان به جوړه وي چې د غریب د پاره یو او د مالداره د پاره بل نه وي:
" دټولو د پاره یو شان پاکستان غواړو"

د پي ټي اي حکومت په تیرو انتخاباتو کې د بدلون نعره پورته کړې وه، خو په صوبه کې مخالفه ډلې وايي د پي ټي ايي حکومت په خپلو لوظونو پوره کولو کې په مکمله توگه ناکامه شوی دی. پرویزخټک د خپل پنځه کلن حکومت د کار دفاع وکړه هغه وویل:

"که څوک راسره حساب کوي نو ودې کړي، مونږ د ډیولپمینټ ( پرمختگ) کار د ټولو نه زیات کړی دی"

په پښتونخوا صوبه کې پاکستان تحريک انصاف پي ټي ايي په واک کې د راتلو څخه د مخه لوظ کړې وو چې په ٩٠ ورځو کې به بدلون راولي. خو پرویز خټک وویل مونږ داسې ويلي وو چې په ٩٠ ورځو کې به د بدلون منصوبه ورکوي:

"گوره دا جادو نه دی د اله دين چراغ نه دی، یوه پارټي چې راشي په ٩٠ ورځو کې صرف پروگرام ورکولی شي"

ښاغلي خټک وویل فخر کوي چې د خپل پینځه کلن واک په موده کې یې یو شمېر مهم قوانین جوړ کړل او خلق ورباندې وس هم اعتماد لري.

د ښاغلي خټک په حکومت کې یو شمېر وزيران د بډو رشوتونو په سر د خپلو څوکو څخه لر کړې شوي وو. د پي ټي ايي مشرعمران خان ويلي وو چې د سینېټ په انتخاباتو کې د دويي د گوند غړو په کروړونو روپوخپل ووټونه خرص کړي وو ښاغلي خټک وویل " دا خو ډېره ښه خبره وشوه چې غله معلوم شول.

د ښاغلي پرویز خټک سره د وي اوای ډیوه خبربال رحمان بونيري مرکه کړې ده تاسو یې په لاندينی لینک اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

پرویز خټک: دوه نه یو پاکستان غواړو