د پیښور په مرکزي جیل کې سکول پرانستل شوی

Your browser doesn’t support HTML5

د پیښور په مرکزي جیل یا سڼرل جیل کې د قیدیانو د زده کړو لپاره یوه لایبریري او سکول پرانستل شوي. په دغه سکول کې به په بیلا بیلو جرمونو کې بندي ۳۰ بندیان زده کړې ترلاسه کوي. د خیبر پښتونخوا د تعلیم صوبایي وزیر عاطف خان ویلي حکومت اراده لري داسې قسمه سکولونه او لایبریریانې د صوبې په نورو برخو کې هم پرانیزي. حمیدالله په دې ویډیو کې نور حال وړاندې کوي.