د پېښور د اعلی عدالت چیف جسټېس، وقار احمد سېټهـ د کروناوایرس له کبله د ۵۹ کالو په عمر مړ شو.
د اکټوبر په ۲۲مه معلومه شوې وه چې هغه ته کروناوایرس لګېدلی دی، او پس له هغه د پېښور په یو هسپتال کې بستري شو چې بیا وروسته اسلام آباد ته منتقل کړی شو او زیارت يا پنجشنبې یې هلته سا ورکړه.
د پاکستان د ډان ورځپانې تر مخه، ټاکل شوې ده چې د چیف جسټېس وقار احمد سېټهـ د جنازې لمونځ به نن د جمعې ورځې ماسپښین د پېښور په زاړه آرمي سټېدیم کې ترسره شي.
د جسټېس وقار سېټهـ په مړینه، د پاکستان وزیراعظم عمران خان، د پوځ سرلښکر قمر جاوید باجوه، د سیاسي ډلو مشرانو او نورو سیاستوالو خواشیني څرګنده کړې ده.
د حکومت مخالف ګوند، پاکستان مسلم لیګ ن یوې مشرې مریم نواز په خپل ټویټر لیکلي چې چیف جسټېس وقار سېټهـ به د یو هیرو په توګه په یادونو کې پاته وي.
عمران خان په خپل ټویټر لیکلي دي: «د پېښور هائیکورټ د چیف جسټېس وقار احمد سېټهـ په مړینه سخت خواشینی شوم. الله کریم دې د هغه روح ته د امن و راحت مقام نصیب کړي. کورنۍ ته یې دعاوې کوم او ورسره همدردي لرم.»
پشاور ہائیکورٹ کے چیف جسٹس وقار احمد سیٹھ کے انتقال پر دلی رنج پہنچا۔ اللہ کریم انکی روح کو مقامِ امن و راحت عطا فرمائیں۔ میری دعائیں اور ہمدردیاں انکے اہلِ خانہ کے ساتھ ہیں۔
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) November 12, 2020
د قامي اسمبلې غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر، محسن داوړ پر خپل ټویټر لیکلي:
«د پېښور هائیکورټ د چیف جسټېس وقار سېټهـ د مرګ خبر، جټکه راکړه. یوه ستره ضایعه ده. هغه د اصولو سړی و چې په خپلو مهمو فیصلو به کلک درېدلی پاته و.»
Shocked to learn of the passing away of the Chief Justice of Peshawar High Court Justice Waqar Seth. A huge loss. He was a man of principles who stood tall with his landmark judgments. Heartfelt condolences to his family, friends and colleagues. May he rest in peace.
— Mohsin Dawar (@mjdawar) November 12, 2020
د جسټېس وقار سېټهـ یو ملګري، ډاکټر زبیر، وي او اې ډيوه ته په یو رالېږل شوي ویډیویي پیغام کې د جسټېس وقار سېټهـ په مرګ د غم اظهار کړی او ویلي یې دي چې نه یوازې د خیبرپښتونخوا خلکو او هائیکورټ ته، بلکې «د ټول پاکستان د هغو خلکو دپاره کوم چې د قانون او د آئین په بالادستۍ باندې یقین لري، کوم چې د خلکو په بنیادي حقونو او په جمهوریت باندې یقین ساتي، د جسټېس وقار سېټهـ د مرګ خبره، ډېره درنه خبره ده، ډېره د غم خبره ده.»
ډاکټر زبیر پخپلو خبرو کې د جسټېس وقار احمد سېټهـ کارنامې ستایلي دي او زیاته کړې یې ده چې هغه «په سوونه پښتانه کوم چې د پوځ په انټرمېنټ سنټرز کې او د پوځ په عدالتونو کې چې ورته د مرګ او نورې سختې سختې سزاګانې میلاو شوې وې، ده د پوځي عدالتونو فیصلې منسوخه ګرځولې وې.»
د جسټېس وقار سېټهـ نه یوه مېرمن او یوه لور پاته شول. وقار سېټهـ د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې د پېښور هائیکورټ چیف جسټېس ټاکل شوی و.