تاجران وايي خېبرپښتونخوا کې خصوصي اقتصادي مرکزونه نه جوړېدل د صوبايي حکومت کمزوري ده

د صنعت او تجارت د پاره د خېبر پښتونخوا وزير اعلي مشير عبدالکريم خان کريم وايي چې په سيمه کې د تېرو سو لسيزو راهسې د ترهګرۍ له کبله صنعت او تجارت ته زيان رسېدلی

په پېښور کې سوداګر وايي د هېواد د نورو صوبو په پرتله خېبر پښتونخوا ته په لسو سپيشل اکنامک زونز يا ځانګړې اقتصادي علاقو کې يوازې په رشکۍ کې یو زون ورکول د صوبايي حکومت کمزوري ده.

دوی وايي که چېري صوبايي حکومت د وړاندې نه په نورو سيمو کې اقتصادي علاقې ټاکلي وي او وفاقي حکومت ته يي درخواست ورکړې و نو خېبر پښتونخوا کې ته به هم د نورو اکنامک زونز منظوري ورکړې شوي وه.

پېښور کې د سرحد چيمبر اف کامرس پخواني صدر او صنعت کار زاهد الله شينواري وي او اې ډيوه ته وويل چې د صوبې جنوبي ضلعو په شمول په نورو سيمو کې هم د اکنامک زونز يا اقتصادي علاقې جوړول ضروري دي خو د صوبايي حکومت د غېر سنجيدګې له امله دغلته په داسې ډول منصوبو نه دی شوی.

" زه گڼم دې کې د صوبايي حکومت کمزوري ده، مرکزي حکومت څه غلطي نشته، که فرض کئ مونږ يو سپېشل اکنامک زون مونږ ډيويلپ کو او هغه دورخواست مونږ ورکو نو مرکزي حکومت يي منظوري ورکۍ، خو په دې حوالې سره زمونږ صوبايي حکومت ډير کمزورې روان دی چې په نورو سيمو کې خاص کر په هزاره ډويژن کې، جنوبي علاقو کې يو سپېشل اکنامک زون لا تر وسه جوړ شوی نه دی، سوات طرف ته يو پکار و، فلحال دوی صرف حطار د رشکۍ دوه سپېشل اکنامک زونز فائلونه لېګلي دي او هغه يي ورته منظور کړل."

د فېډريشن اف پاکستان چمبر اف کامرس اينډ انډسټريز مرستيال مشر قيصر خان داودزۍ وايي چې په موجوده حکومت کې شته کارخانې مال جوړولو باندې زياتې خرچې راتلو او څه د پاسه ۱۳ فيصده شرح سود لا امله بندېږي نو نور اکنامک زونز به څنګه وچلوي۔

" بنيادي خبره دا ده چې د سود شرح نه وي کمه شوې او زمونږ د توانايي خرچه نه وي کمه شوې نو صنعتکاري کول ګران دې ځکه چې شته يونټې هغه دې بندېږي"

د صنعت او تجارت د پاره د خېبر پښتونخوا وزير اعلي مشير عبدالکريم خان کريم وايي چې په سيمه کې د تېرو سو لسيزو راهسې د ترهګرۍ له کبله صنعت او تجارت ته زيان رسېدلی، هغه وايي چې صوبايي حکومت د موجوده وسائلو په رنړه کې په خپل ترتيب صنعتي علاقي جوړه وي۔

" دې او د پاکستان د بقايا انډسټريل اسټېټس فرق دا دې چې د انډسټريل په تعاون کې دا ړومبې صنعتې بستي ده چې دې باهرنې سرمايه ګزاري ده، ۱۲۸ ملين ډالرز په دې د چائنيز نېغ په نېغه سرمايه ګزاري ده، دېرش کله ووشو دلته د ترهګرې، زمونږ ملا ګوري او شينوارو خپله سرمايه دلته نه وو ويستله، چې غلام خان لاره نه وي پرانستې او بنو کې اکنامک زون جوړ شي نو مال به چرته ورکوۍ، که انګور اډه نه وي کولاؤ او په ډي ائي خان ورزۍ نو هغه رسايي زمونږ خرابېږي."

مطبوعاتو تر مخه تېره ورځ د پاکستان وزير اعظم عمران خان د لسو سپيشل اکنامک زونز يا ځانګړې اقتصادي علاقو منظوري ورکړېده، په هغې کې ۵ صوبه پنجاب، ۲ صوبه سنده، ۲ بلوچستان او يوه به د خېبر پښتونخوا په رشکۍ سيمه کې جوړولې شي۔