پایډ: پاکستان کې د بې روزګارۍ شرح 16 فیصد ده

پاکستان انسټیټیوټ آف ډویلپمنټ اکنامکس د شمیرو مطابق پاکستان کې د مجموعي آبادۍ 40 فیصده ښځی هم بیروزګاره دي

په پاکستان کې 24 فیصد تعلیم یافته ځوانان بې روزګاره دي او په مجموعي توګه په ملک کې د بې زورګارۍ شرح 16 فیصد ده خو حکومت دغه شرح شپږ اشاریه پېنځه فیصد څرګندوي.

دغه معلومات د اقتصادیاتو د څېړنې ادارې پاکستان انسټېټیوټ اف اکنامکس، پایډ، سېنېټ یا د پارلېمنټ ایوان بالا ته ورکړي دي.

پایډ وايي د مېرمنو د بې روزګارۍ شرح 40 فیصد ده.

ځوانان وايي مور او پلار ترې ډیر امیدونه لري خو د بیروزګارۍ له امله هغه امیدونه نه شی پورا کولی دوی او ډیر ملګري یې د بیروزګاري له امله په نشو اخته کېږي.

پوهان وایي په پاکستان کی د روزګارونو د کمي له وجی تعلیم یافته ځوانان د ملک نه بهر ووځي او د پاکستان په ګټه نه استعمالیږی.

مسعود شاه د عبدالولی خان پوهنتون نه په پولیټکل سائنس کی شپاړسم کړی دی وايي د تېرو دوو کالونو راهسې بیروزګاره دی.

هغه وايي مور، پلار او مېرمن ورنه ډیر امیدونه دي او په ګڼ شمیر سرکاري او غیر سرکاري ادارو کې یې د روزګار دپاره خواستونه کړي دي خو نوکري یې ته ده ترلاسه کړې.

مسعود شاه وايي د خپل کاروبار خواهش هم لري خو د سرمایې د نشت والي له امله کاروبار هم ی په ی روزګار هم سمی نه خوري.

یو بل تن عباس خان وايي د بیروزګارۍ له وجې یې ژوند د مختلفو ستونزو سره مخامخ دی، زیاتوي مور او پلار په بچو سبق ووايي خرڅونه پې وکړي او بیا د نوکرۍ به لټون کې ګرځي.

هغه عباس خان وايي په قابلیت نوکرۍ نه ورکول کیږی په سیاسی بنيادونو او د خپلولۍ په بنیاد نوکري ورکول کیږی او اکثره قابل ځوانان د بیروزګاري له وجی د نشو ښکار کیږي.

پاکستان انسټیټیوټ آف ډویلپمنټ اکنامکس د شمیرو مطابق پاکستان کې د مجموعي آبادۍ 40 فیصده ښځی هم بیروزګاره دي.

سږ کال د جون په میاشت کې د پاکستان حکومت د سروی مطابق د کرونا وبا له وجی 20 مېلین نه زیات خلک بیروزګاره شوي دي.

په سروی کی وېل شوي د آبادی د زیات والي او انتظام د نشت والی له وجی هم په پاکستان کی اکثره ځوانان د روزګار نه پاتې شي.

په مردان ښار کی د مالیاتي چارو وکیل عمران یونس وايي پاکستان ته غیر ملکی سرمایه کاري کمه شوي کارخانی نه لګي او بیا د خیبر پښتونخوا ځوانان د پاکستان نورو برخو ته د روزګار دپاره ورځي.

عمران یونس وايي په پاکستان کې 60 فیصد نه زیاته د آبادۍ برخه د ځوانانو ده او په ملک د روزګارونو د نشت والی په وجه دغه ځوانان په بهر هیوادونو ته ځي او د ملک په ګټه نه راځي. هغه وايي حکومت ته پکار ده چې ځوانانو دپاره زمینه برابر کړي.

په پاکستان د کال 2017 د سر شميرني تر مخه په آبادۍ کې دوه اشاریه اته فیصد اضافه کیږی او پوهان وایي د روزګارونو دپاره غیر ملکی پانګونو او په آبادی کنټرول ته اړتیا ده.