عمران خان په غرب کې په اسلامو فوبیا نيوکې کوي، په چين کې د مسلمانانو سره په ظلم ولې خاموش دی؟

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په ملګرو ملتونو کې یو ځل بیا په نړۍ کې د اسلامو فوبیا نه فرياد وکړو خو څیړونکي وايي نړۍ به د ښاغلي خان خبرو ته هله پام وګرځوي چې پاکستان کې د ټولو لږکیو سره انصاف وشي او ښاغلی خان په چين کې د ملينونو مسلمانانو سره د روان ظلم په اړه د مودو راسې د خاموشۍ روژه ماته کړي. د اسلامو فوبیا معنا د اسلام نه ویره ده.

ښاغلي خان د ملکرو ملتونو 75 یمې غونډې ته وویل: “نړۍ دې د اسلاموفوبیا د ختمولو لپاره یوه نړیواله ورځ وټاکي”

په امریکن یونیورسټي واشنګټن کې د ابن خلدون څانګې مشر پروفیسر اکبر ایس احمد فکر کوي په مغرب کې د اسلامو فوبیا مسله شته دی او د ښاغلي خان دغه خبره ستاي چې دی په ښکاره د اسلامو فوبیا خبره کوي: "دا ډېر ضروري کار ؤ چې عمران خان وکړو"

د عمران خان دغه خواهش په خپل ځای چې په غرب کې اسلامو فوبیا ختمیدل غواړي خو نړۍ پاکستان ته ګوته نیسي په دغه هیواد کې مذهبي لږکي په حکومتي او اولسي کچ د سختو چیلنجونو سره مخ دي.

د امریکه د کورونو چارو وزارت په جون 2019 کې پاکستان د مذهبي اذادۍ د ایکټ لاندې د فکر وړ هیواد ګرځولی ؤ، پاکستان دغه رپورټ رد کړی ؤ.

د وي او ای ډیوه ددې پوښتنې په ځواب کې چې په پاکستان تور دی هلته د لږکیو سره ز یاتی کېږي او وزیراعظم خان د چین په سنکیانګ کې د ویغور مسلمانانو سره د روان ظلم په رپورټونو خاموشه دی نو پروفیسر احمد وویل چې دی د ویغور مسلمانانو په حقله ډېر پریشانه دی:

“زه ډېر پریشان یم چې داسې رپورټ دي چې هلته (سینکیانګ) کې یې ټول مسجدونه ختم کړي دي، هلته کیمپس دي، هلته کې چین هر څه پټ کړي دي, اوسه پورې پاکستان څه تسلي مند جواب نه دی راغلی”

پروفیسر احمد وویل:

"زما تجزیه دا ده چې عمران خان جزبه خو لري او ډېرې خبرې کوي خو ورسره ورسره د پاکستان وزیراعظم هم دی او د باندینو چارو په مسله چې خبره کوي نو بیا دا سوچ هم کوي چې دا خبره زما د ملک د پاره د ګټې ده که د تاوان”

Your browser doesn’t support HTML5

Professor Akbar S Ahmed

په 23م ستمبر 2019 کې ښاغلي خان د نیویارک په کاونسل ان فارن ریلېشنز کې دې تپوس ته, ایا پاکستان کولی شي چې د چین سره د خپل تعلق په بنیاد د بینجنگ نه غوښتنه وکړي چې د ویغور مسلمانانو سره په خپل چلند کې نرمي وکړي؟ په ځواب کې ويلي وو:

"مونږ چین سره ډیر خاص تعلق لرو .او په داسې مسلو ورسره په شخصي توگه (په خفیه ډول) خبرې کوو. مونږ پرې عام بیانونه نه ورکوو."

په فلوریډا کې میشت پښتون څیړونکی ډاکټر تقي واي د ښاغلي خان د اسلامو فوبیا خبرو سره اختلاف نه لرم خو حقیقت داسې دی چې په پاکستان کې لږکي، که هغه شیعه دي او که نور, هغه ځان محفوظ نه ګڼي:

"که چري عمران خان ددې د مخ نیوي لپاره ګامونه اخستې وې نو بیا به یې په وینا کې وزن وو"

ډاکټر تقي واي: "په کور دننه دا حال دی چې روزانه یو شیعه یا احمدي وژلی کېږي او دوي روان دي د اسلاموفوبیا خبره کوي”

ډاکټر تقي واي: "په پاکستان کې په عددي توګه کمزوري خلقو ته د حقونو اجازت نشته، دا لیډران دې اول دې په خپل ګریوان کې وګوري, خلق به ورته واي اول خپل کور ته خو نظر وکه"

Your browser doesn’t support HTML5

ډاکټر تقي واي د ښاغلي خان د اسلامو فوبیا خبرو سره اختلاف نه لرم خو حقیقت داسې دی چې په پاکستان کې لږکي ځان محفوظ نه ګڼي

په اوهایو پوهنتون کې د نړیوالو چارو د استاد او د ميډل ایسټ سټډیز سنټر د ډایریکټر الم پايند په اند دلته په امریکا یا یورپ کې خلق د اسلام نه ویره ټکی استعمالوي، دا یو غلط تصور دی خو که دا داسې وي چې ویره د مسلمانانو د ځیني افراطي ډلو نه ده لکه القاعده، لکه داعش او لکه پاسداران ایران او نور, نو دا غلط تصور نه دی.

البته ښاغلی پایند واي که څه هم په غربي نړۍ کې د اسلامو فوبیا خبره کېږي خو بیا د امربکه او یورپي طاقتونو د سعودي په ګډون د ګڼو اسلامي هیوادونو سره کلک اقتصادي اړېکې دي. هغه وویل:

"دا مسله د سیاست ده. پاکستان په چین کې په مسلمانانو د ظلم په خبره ځکه خاموشه دی چې د پاکستان ددغه کمیونسټ ریجیم سره کلک تعلقات دي، او په دې کې اقتصادي ګټو ته کتل کېږي"

Your browser doesn’t support HTML5

الم پايند په اند دلته په امریکا یا یورپ کې خلق د اسلام نه ویره ټکی استعمالوي، دا یو غلط تصور دی

د کنيډا په انټاریو کې د خپلې کورنۍ سره میشت یو پښتون کاروباري تن او د تخت بای کالج پخوانی استاد پروفیسر سراج واي دی نه ګڼي چې په ویسټ کې اسلامو فوبیا هغه شان شته چې څنګه پاکستانیانو ته ښودل کیږي:

” زمونږ سره کله هم د مذهب او نسل په بنیاد توپیر نشته دی، البته ځیني خلق ګڼي چې دلته اسلامو فوبیا شته دی، څومره چې زمونږ مذهبي مشران د مذهب په نوم کرکه خوري د هغې دلته تصور نشته دی".

پروفیسر سراج واي: "مونږ چې دلته کوم ځای پاتې کېږو دې خلقو تل زمونږ سره په سخت وخت کې خواخوږي کړېده. که چرته څه واقعه وشي دا خلق زمونږ سره ودرېږي“.

پروفیسر سراج واي: ”زمونږ د خلقو تربیت داسې شوی چې زمونږ په وطنونو کې که څه هم څه کار وشي هغه د یورپ سره تړل کېږي"

Your browser doesn’t support HTML5

پروفیسر سراج واي د خلقو تربیت داسې شوې چې په وطنونو کې که څه هم څه کار وشي هغه د یورپ سره تړل کېږي

د واشنګټن په څیړنیز مرکز ویلسن سنټر کې د جنوبي اېشیا د چارو ماهر مایکل کوګل مین البته دا ګمان کوي چې دا خبره چې اسلامي نړۍ د هر رنځ علت غرب ګڼي ګنجلکه ده، هغه واي که په غرب کې د ترهګرۍ څه پېښه وشي نو داسې نه ده چې ټول مسلمانان پرې ځان غلی کړي.

“د عمران خان په نظر کې اسلامو فوبیا غټه مسله ده، او په نړۍ کۍ د مسلمانانو ستونزو ته هغه غواړي د خلقو پام وروګرځوي”

کوګلمین واي عمران خان په هغه مشرانو کې دی چې په غرب کې د ترهګرۍ د پېښو مذمت کوي.

Your browser doesn’t support HTML5

Michael Kugelman

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په خپل تقریر کې په هند تور پورې کړو چې په سرکاري توګه اسلاموفوبیا ته وده ورکوي. په ځواب کې هند د ښاغلي خان تقریر د سفارتي زوال ته نه تعبیر کړلو.

په ملګرو ملتونو کې د هند مسقل نماینده ټي ایس ټیرومرتي وویل د پاکستان غږ ته نړۍ تر هغې غوږ نه شي نیولی تر څو یې په خپل هیواد کې د ترهګرو اخلاقي، مالي او مادي کمک بند نه کړي، هغه وویل:

"په ملګرو ملتونو کې یو داسې تن وینا کوله چا چې په خپل پارلېمان کې اسامه بن لادن ته شهید ويلي وو".